امنیت

د پاکستان فدرالي وزیر: خپلو موخو ته تر رسېدو پورې په افغانستان کې بریدونو ته دوام ورکوو

انځور- طارق فضل د پاکستان فدارالی وزیر

د پاکستان په پارلماني چارو کې فدرالي وزیر، طارق فضل وایي چې دا هېواد به خپلو «اهدافو» ته تر رسېدو پورې په افغانستان کې د هغه څه پر وړاندې چې ده «تروریستان» وبلل، خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

نوموړي د پاکستان په پارلمان کې ادعا کړې چې د افغانستان وګړي په پاکستان کې په «تروریستي» بریدونو کې لاس لري او د افغانستان خاوره د دغه هېواد پر ضد کارول کېږي.

دغه فدرالي وزیر همداراز ادعا وکړه چې د پاکستاني پوځيانو وروستي بریدونه، چې د «غضب لیل الحق» تر عنوان لاندې پیل شوي، یوازې «ترهګر» په نښه کوي.

که څه هم طالبانو تر اوسه د دغه پاکستاني چارواکي د تازه څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې په وار وار په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو شتون او فعالیت رد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې او د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه نن اتمې ورځې ته داخل شول.

دواړه لوري ادعا کوي چې یو بل ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده، خو دا ارقام د خپلواکو سرچینو له خوا په مستقله توګه نه دي تایید شوي.

د ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له بیا واکمنېدو او د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، د کابل او اسلام‌اباد اړیکې په دوامداره توګه خرابې شوې دي.

پاکستان په پیل کې د طالبانو له واکمنۍ ملاتړ وکړ او تمه یې درلوده چې نوی حکومت به د ټي‌ټي‌پي (TTP) او بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ په څېر ډلو په کابو کولو کې مرسته وکړي، خو برعکس، دغو ډلو په ټول پاکستان کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

د یادولو وړ ده چې تېره میاشت په اسلام‌اباد کې په یوه جومات کې بمي چاودنې لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل، چې له امله یې په پلازمېنه کې امنیتي اندېښنې اوج ته رسېدلې دي.