د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) په رسمي ډول د هغو څلورو امریکایي سرتېرو نومونه خپاره کړل چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ په روانه جګړه کې، په کویټ کې د یوې بې پیلوټه الوتکې یا ډرون په برید کې وژل شوي دي.
دا سرتېري چې د امریکا د پوځ د احتیاط (Army Reserve) برخې پورې یې اړه لرله، د یکشنبې په ورځ د کویټ په «شعیبه» بندر کې هغه مهال ووژل شول کله چې یو ایراني ډرون د دوی د قوماندې مرکز په نښه کړ.
په وژل شویو کې کپتان کوډي کهورک، سرجنټ اول نواج تیتجینز، سرجنټه نیکول امور او سرجنټ ډیکلان کوډي شامل دي.
د سرجنټې نیکول امور مېړه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې مېرمن یې یوازې څو ورځې وروسته خپل کور او ماشومانو ته ستنېدونکې وه، خو دا مرګونې پېښه رامنځته شوه.
بلخوا، اسرائیلي ځواکونو د سې شنبې په ورځ په تهران کې د ایران د ولسمشرۍ دفتر او د دغه هېواد د مذهبي مشر علي خامنهيي پورې اړوند بنسټونه او تاسیسات په نښه کړي دي.
اسرائیلي الوتکو همداراز په لبنان کې د حزب الله ډلې د ټلوېزیوني او راډیویي ودانۍ باندې هم بریدونه کړي، خو په ځواب کې ایران یو ځل بیا پر اسرائیلو د بالستیک توغندیو نوې څپه پیل کړې ده.
د راپورونو له مخې، په ایران کې د جګړې په تېرو څلورو ورځو کې د وژل شویو شمېر نږدې ۸۰۰ کسانو ته رسېدلی دی. په ورته وخت کې په لبنان کې ۵۰ تنه چې اووه یې ماشومان دي او په اسرائیلو کې ۱۱ تنه وژل شوي دي، خو اسرائیلي چارواکي ادعا کوي چې د ایران ډېری توغندي یې په هوا کې شنډ کړي دي.
د جګړې لمن اوس تر سعودي عربستان، کویټ او عمان پورې هم غځېدلې ده. د سعودي دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې تېره شپه ۹ ایراني ډرونونه په هوا کې ویشتلي دي.
په کویټ کې بیا د توغندیو د پاتې شونو د لګېدو له امله په یوه کور کې یوه ۱۱ کلنه نجلۍ وژل شوې او د هغې د کورنۍ غړي ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو هغو دیپلوماتانو او د هغوی کورنیو ته چې په عمان کې دنده ترسره کوي، اجازه ورکړې چې که وغواړي له دغه هېواد څخه وتلی شي، ځکه په عمان کې هم یوه سوداګریزه کښتۍ په نښه شوې او امنیتي وضعیت د خرابېدو په لور روان دی.
د امریکا د مرکزي قوماندانی (سنتکام) مشر، ایډمیرل براډ کوپر په یو ویډیويي پیغام کې ویلي چې د ایران پر ضد عملیات یوازې پیل شوي او تر اوسه یې په دغه هېواد کې ۲۰۰۰ هدفونه ویشتلي دي.
هغه زیاته کړه چې د امریکا هوايي او سمندري ځواکونو د ایران هوايي دفاعي سیستم سخت ځپلی او د هغوی په سلګونو بالستیک توغندي یې له منځه وړي دي.
له بلې خوا، د امریکا د استازو خونې مشر مایک جانسن ویلي چې واشنګټن په ایران کې د “نظام جوړونې” یا Nation-building نیت نه لري او دا په ایراني ولس پورې اړه لري چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي او د خپل هېواد برخلیک وټاکي.
دا جګړه داسې مهال د روژې په میاشت کې زور اخلي چې په غزه کې مېشت فلسطینیان هم د سرحدونو د بندېدو او د خوراکي توکو د نشتوالي له امله سخت اندېښمن دي.
