سیاست

احمد شرع او شهباز شریف د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړې

انځور- احمد شرع او شهباز شریف

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف د سوریې د سرپرست حکومت له رئیس احمد شرع سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې د افغانستان د «وروستیو بدلونونو» په اړه خبرې کړې دي.

که څه هم د پاکستان د حکومت په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې دواړو لوریو په دې خبرو کې توافق وکړ چې «د سیمه ییزو بدلونونو په اړه د نږدې همغږۍ ساتلو ترڅنګ، په دوه اړخیزو ګټورو برخو کې همکاري» زیاته کړي.

د سوریې سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان د تېرې پنجشنبې له شپې راهیسې په عملي توګه د کابل په ګډون د افغانستان پر بېلابېلو برخو خپل هوايي بریدونه پیل کړي دي.

تر دې دمه د کابل په مربوطاتو کې د بګرام پوځي اډې او د دارالامان په سیمه کې پر یوه پوځي مرکز څو بریدونه شوي دي.

په غبرګون کې د طالبانو ځواکونو هم ادعا کړې چې تر اوسه یې د پاکستان پر پوځي مرکزونو او سرحدي پوستو بریدونه ترسره کړي دي.

دواړه لوري ادعا کوي چې یو بل ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

ورته مهال، سیمه ییزو سرچینو مخکې له دې «آمو» ته ویلي وو چې د طالبانو ځواکونو او پاکستاني سرحدي ساتونکو تېره شپه د کندهار او زابل ولایتونو په سرحدي برخو کې سختې نښتې کړې دي.