د پاکستان هوايي ځواکونو له تېرې شپې راهيسې د کابل او پنجشېر یو شمېر سيمې په نښه کړې دي. د کابل د اوسېدونکو په وينا، د پرلهپسې چاودنو او ډزو غږونه تر نن سهاره اورېدل کېدې او د جنګي الوتکو ګزمې د ښار فضا ترينګلې کړې وه.
هممهاله، سرچينو آمو ته تاييد کړې چې په پنجشېر کې هم ځای ځای، ډزې او څو چاودنې شوې دي.
د دغو هوايي بريدونو ترڅنګ، طالبانو او پاکستاني ځواکونو تېره شپه د خوست، پکتيکا، پکتيـا او کندهار ولايتونو په یو شمېر سيمو کې هم له يو بل سره نښتې کړې دي.
