د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د کَب ۱۱ – د ۸ بجو خبرونه

د پاکستان هوايي ځواکونو له تېرې شپې راهيسې د کابل او پنجشېر یو شمېر سيمې په نښه کړې دي. د کابل د اوسېدونکو په وينا، د پرله‌پسې چاودنو او ډزو غږونه تر نن سهاره اورېدل کېدې او د جنګي الوتکو ګزمې د ښار فضا ترينګلې کړې وه.

هم‌مهاله، سرچينو آمو ته تاييد کړې چې په پنجشېر کې هم ځای ځای، ډزې او څو چاودنې شوې دي.

د دغو هوايي بريدونو ترڅنګ، طالبانو او پاکستاني ځواکونو تېره شپه د خوست، پکتيکا، پکتيـا او کندهار ولايتونو په یو شمېر سيمو کې هم له يو بل سره نښتې کړې دي.