لویدیځه اسیا

پر ایران د برید مشري ټرمپ کوي

انځور- پر ایران د امریکا او اسرائیلوبرید، ارشیف څخه

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د امریکا او اسراییل د ګډو بریدونو له پیل وروسته په خپله وینا کې ویلي، چې د دې بریدونو مشري په خپله د ده پر غاړه ده.

هغه په خپلو خبرو کې وویل: «ایران هڅه وکړه چې خپله هستوي وړتیا بیا ورغوي. ایران هیڅکله نشي کولی هستوي وسله ولري».

د متحده ایالاتو ولسمشر ویلي چې دا یو لوی او دوامدار «عملیات» دي او په ترڅ کې به یې د «ایران توغندي» له منځه یووړل شي.

ډونالډ ټرمپ ټینګار وکړ: «د ایران رژیم به ډېر ژر زده کړي چې باید د امریکايي ځواکونو وړتیاوې له ننګونې سره مخ نه کړي».

نوموړي په دې وینا کې د ایران له سپاه پاسداران، وسله‌والو ځواکونو او پولیسو وغوښتل چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي، که نه نو له «حتمي مرګ» سره به مخ شي.

ټرمپ وویل: «د ایران خلکو، ستاسو د آزادۍ ساعت نږدې دی؛ په خپلو کورونو کې پاتې شئ، فضا خطرناکه ده او ډېر بمونه به وغورځول شي. وروسته له هغه چې موږ د ایران حکومت وپرزوو، حکومت به ستاسو وي».

ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د برید د دلیلونو په توګه د تېرو څلورو لسیزو د «مرګ پر امریکا» شعارونه، په ۱۹۸۳ کال کې په بیروت کې پر امریکايي ځواکونو برید او په منځني ختیځ کې د ملېشو ملاتړ یاد کړل.

ټرمپ په دې وینا کې په ښکاره ډول په ایران کې د نظام د بدلون (ریژیم چنج) خبره وکړه او زیاته یې کړه چې ایران د داسې توغندیو په جوړولو بوخت دی چې د امریکا خاوره ګواښلی شي.

اسرائیلو او متحده ایالاتو نن سهار (شنبه، د کب ۹مه) په ګډه د ایران د پلازمېنې تهران او نورو مهمو ښارونو لکه قم، اصفهان او کرمانشاه ځینې برخې بمبار کړې دي.

تر اوسه د دې بریدونو دقیق هدفونه او له امله یې اوښتې مرګ‌ژوبله معلومه نه ده او ایراني چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.