سیاست

چین د طالبانو او پاکستان ترمنځ په کړکېچ کې د زغم غوښتنه وکړه

Mao Ning, a spokeswoman for China’s Foreign Ministry.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، چې هېواد یې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د نښتو د زیاتوالي له امله “ژوره اندېښنه” لري او له دواړو لورو غواړي چې خپل اختلافات د خبرو اترو او اوربند له لارې حل کړي.

مائو نینګ د جمعې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې پیکینګ روان بدلونونه له نږدې څاري.

نوموړې پاکستان او افغانستان د چین نږدې ګاونډیان وبلل او زیاته یې کړه چې پیکینګ د نښتو له امله رامنځته شوې مرګ‌ژوبله باندې “سخت خفه” دی.

مائو ټینګار وکړ چې چین د “هر ډول ترهګرۍ” پر وړاندې د مبارزې ملاتړ کوي او له دواړو لورو یې وغوښتل چې خپل منځي اختلافات د خبرو له لارې حل کړي. هغې په نږدې وخت کې د “اوربند” غوښتنه هم وکړه ترڅو د خلکو د لا ډېر کړاو مخه ونیول شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دا هم وویل چې پیکینګ د خپلو چینلونو له لارې د دواړو خواوو ترمنځ د منځګړیتوب په حال کې دی او چمتو دی چې د اړیکو د ښه کېدو لپاره خپل “رغنده” رول ته دوام ورکړي.

دا غبرګون وروسته له هغه راځي چې طالبانو د پنجشنبې په شپه په سرحدي سیمو کې د پاکستان پر پوځي پوستو بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې ۵۵ پاکستاني سرتېري یې وژلي دي.

پاکستان په ځواب کې د کابل، کندهار او پکتیا په ځینو برخو هوایي بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې ۱۳۳ طالب غړي یې وژلي، خو طالبانو بیا وویل چې په دغو بریدونو کې چا ته زیان نه دی اوښتی.