د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د چهارشنبې په ورځ وویل، ده او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هوکړه کړې چې په مارچ میاشت کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د درې اړخیزو خبرو راتلونکی پړاو باید د هېوادونو د مشرانو ترمنځ لیدنې ته لاره هواره کړي.
زیلنسکي له ټرمپ سره تر ټیلیفوني خبرو وروسته وویل چې د روسیې او متحده ایالاتو سره دا درې اړخیزې خبرې به د راتلونکې میاشتې په پیل کې ترسره شي.
په دغه ټیلیفوني مکالمه کې د امریکا د مذاکراتو ټیم غړو، سټیو ویټکوف او جیرډ کوشنر هم ګډون کړی و.
زیلنسکي پر خپله ایکس (ټویټر) پاڼه ولیکل: “موږ هیله لرو دا لیدنه داسې یو فرصت رامنځته کړي چې خبرې اترې د مشرانو کچې ته پورته شي. ولسمشر ټرمپ د دې ګامونو د لړۍ ملاتړ کوي.” هغه زیاته کړه: “دا د ټولو پیچلو او حساسو مسایلو د حل او بالاخره د جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لاره ده.”
دا ټیلیفوني اړیکه د اوکرایني او امریکايي مذاکره کوونکو ترمنځ د یوې بلې لیدنې په درشل کې شوې، چې ټاکل شوې د جګړې څخه وروسته د اوکراین د بیارغونې په اړه خبرې وکړي.
زیلسنکي له متحده ایالاتو څخه د سولې په بهیر کې د “فعالې ښکېلتیا” او د هوايي مدافع توغندیو له امله مننه وکړه چې له اوکراین سره یې د ژمي په بریدونو کې مرسته وکړه.
نوموړي په کییف کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د پنجشنبې ورځې په لیدنه کې به د “خوشالۍ او سوکالۍ پر کڅوړې”هم خبرې وشي.
هغه وویل چې امریکا غواړي د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې په اروپا کې دغه تر ټولو لویه جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي، خو د مسکو او کییف دریځونه لا هم له یو بل څخه ډېر لیرې دي.
زیلنسکي ویل: “زما په نظر، ستونزې اوس په پوځي کچه نه دي، بلکې ستونزه د جګړې پای ته رسولو لپاره په سیاسي اراده او د سیمو (خاورې) په مسله کې ده.” هغه دا هم وویل چې د روسیې دا ادعاوې چې ګواکې کییف د اټومي وسلو ترلاسه کولو هڅه کوي، د خبرو پر مهال پر اوکراین د سیاسي فشار راوړلو یوه هڅه ده.
د اوکراین د ملي امنیت او دفاع شورا منشي رستم عمروف به د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې د امریکا له ځانګړي استازي ویټکوف او د ټرمپ له زوم جیرډ کوشنر سره وګوري.
د روسیې ټاس (TASS) خبري اژانس خبر ورکړی چې د پوتین استازی کیریل دیمیتریف به هم جنیوا ته لاړ شي، خو رسمي سرچینو لا دا تایید کړې نه ده.
د اوکراین بیارغونه د جګړې د پای ته رسولو د خبرو یو مهم جز دی. کییف هیله لري چې په راتلونکو ۱۰ کلونو کې د هېواد د بیا جوړولو لپاره ۸۰۰ ملیارده ډالره دولتي او شخصي پانګه راجلب کړي. د نړیوال بانک د تازه ارزونې له مخې، د اوکراین د اقتصاد بیا رغونه به ۵۸۸ ملیارده ډالره لګښت غواړي.
تېره اونۍ په جنیوا کې د امریکا په منځګړیتوب د اوکراین او روسیې ترمنځ خبرې وشوې، خو د سیمو پر سر د اختلاف له امله کوم پرمختګ پکې ونه شو.
روسیه غواړي چې اوکراین ورته د ډونټسک صنعتي سیمې پاتې ۲۰ سلنه برخه هم پرېږدي، خو اوکراین وايي چې خپله خاوره چا ته نه بښي.
