د بښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) د ننګرهار او پکتیکا پر ځینو برخو د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې د «ملکي وګړو» د تلفاتو په اړه د راپورونو پر خپرېدو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې باید په دې برخه کې «بشپړې، خپلواکې او بېطرفه څېړنې» وشي.
دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي: «دا لومړی ځل نه دی چې ملکي وګړي د زور کارونې فشار زغمي.»
د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما)، د ۲۰۲۵ میلادي کال د اکتوبر او دسمبر ترمنځ د پاکستاني پوځي ځواکونو بریدونو ته ۷۰ مړي او ۴۷۸ نور ټپیان هم منسوب کړي وو؛ هغه مهال چې د طالبانو د ځواکونو او پاکستاني پوځ ترمنځ فرضي کرښې ته څېرمه تاوتریخوالی او نښتې زیاتې شوې وې.
دغه سازمان په جګړه کې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د خپلو ژمنو سره سم، د ملکي وګړو د زیانمنېدو د مخنیوي لپاره هر ډول لازم اقدامات ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني جنګي الوتکو د شنبې په شپه، د کب پر ۲مه، د شپې شاوخوا ۱۲ بجې د ننګرهار د خوګیاڼي، غنيخېل او بهسود ولسوالیو او همدارنګه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ ځینې برخې بمبار کړې.
د طالبانو دفاع وزارت د دغو بریدونو په غبرګون کې وویل چې دوی به «په مناسب وخت کې، حساب شوی ځواب» ورکړي.
د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي: «پر ملکي اهدافو او دیني مرکزونو برید، د پاکستان د پوځ د استخباراتي او امنیتي ماتو روښانه نښه ده او دا ډول تکراري تېري به هیڅکله د هغوی کورنۍ ماتې پټې نه کړي».
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د افغانستان په خاوره کې یې په دغو بریدونو کې د «ټيټيپي او داعش خراسان څانګې پټنځایونه» په نښه کړي او پکې نږدې ۷۰ «ترهګر» وژل شوي دي.
طالبانو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه «تېری او پر ملکي وګړو برید» بللی او ادعا کوي چې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې په دغو بریدونو کې له ۲۰ ډېر «ملکي وګړي» وژل شوي چې «ماشومان او ښځې» هم پکې شاملې دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت تر دې وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې دا بریدونه «غچ اخیستونکي» وو او په اسلاماباد، باجوړ او بنو کې د وروستیو ځانمرګو او موټر بم بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د دغو بریدونو مسؤلیت د پاکستان تحریک طالبان یا «ټيټيپي» او همدارنګه داعش خراسان ډلې منلی و.
