ساینس او ټکنالوژي

ایکس د ماشومانو لپاره د ګڼون جوړول بند کړل

انځور- ایکس ټولنیزې شبکې لوګو

د ایکس ټولنیزې شبکې اعلان کړی چې د نوي سیاست له مخې، تر ۱۳ کلونو کم عمره ماشومان نشي کولی په دې پلیټ فارم کې ګڼون(حسابونه) جوړ کړي.

د دې ترڅنګ، دغه شبکې په یوه اعلامیه کې ویلي چې اعلان ورکوونکي نور اجازه نه لري چې په ځانګړي ډول تر ۱۸ کلونو کم عمره کاروونکي په نښه کړي.

ایکس ویلي چې دا پرېکړه یې د هغو “سختو اقداماتو” په چوکاټ کې کړې چې هدف یې د “قانوني عمر څخه د کمو کسانو ساتنه” ده.

دغې شبکې ویلي: «که څه هم ایکس په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره نه دی ډیزاین شوی، خو موږ د کم عمره کاروونکو په وړاندې خپل مسؤلیت ډېر جدي ګڼو. موږ په دوامداره توګه خپل اوزار او پالیسۍ ښه کوو ترڅو د هغوی خوندیتوب تضمین کړو».

د دې پالیسۍ له مخې، به د هغو کسانو حسابونه چې عمرونه یې قانوني حد ته نه وي رسېدلي، په اتومات ډول په “محافظت شوي” (Protected) حالت کې وي چې دا کار د دوی پر محتوا د نورو کنټرول زیاتوي او همدارنګه د هغوی لپاره پر “حساسو رسنیو” محدودیت لګول کېږي.

دغه پلیټ فارم زیاتوي چې په هغو ځایونو کې چې قانون غوښتنه کوي، د کاروونکو د عمر معلومولو لپاره له بېلابېلو لارو چارو کار اخلي ترڅو ممنوعه محتوا له کم عمره کسانو لرې وساتي.

دا اقدامات په داسې حال کې کېږي چې د وروستیو څېړنو موندنې ښيي چې په ورځ کې له ۴ ساعتونو ډېر د ټولنیزو شبکو کارول په ماشومانو کې د اضطراب، خپګان، په شبکو باندې د روږدیتوب، بې خوبۍ او له ټولنې څخه د لرېوالي خطر زیاتوي.

د دغو څېړنو پر بنسټ، کم عمره کاروونکي د نامناسبه محتوا او الګوریتمونو په وړاندې ډېر زیانمنونکي دي او حسابونه یې په چټکۍ سره د هغو ویډیوګانو لور ته ځي چې رواني زیان ورته رسولی شي.