کډوالي

د ټرمپ اداره د کډوالو د نیولو لپاره ۳۸ میلیارده ډالر لګوي

انځور- ارشیف څخه، په میناپولیس کې د کډوالۍ اداره

د نیوهمپشایر ایالت د والي، کلی آیوت دفتر یو سند خپور کړی چې ښيي د امریکا د کډوالۍ اداره د روان میلادي کال تر پایه د «نا قانونه کډوالو» د نیولو په موخه ۳۸.۳ میلیارده ډالره لګوي.

د دغه سند له مخې، دا پیسې به په ټوله امریکا کې د هغو د توقیف ځایونو لپاره ولګول شي چې د لسګونو زرو کډوالو د نیولو او د هغوی د دوسیو د پروسس لپاره جوړېږي، کوم چې ټاکل شوې له دغه هېواده وشړل شي.

د نیوهمپشایر د والي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، دا سند وروسته له هغه د امریکا د کورني امنیت وزارت لخوا وړاندې شو چې کلی آیوت تېره پنجشنبه د متحده ایالاتو په سنا کې له استماعیه غونډې وروسته په دې اړه څېړنې وکړې.

د دې طرحې له مخې، د متحده ایالاتو د کډوالۍ او ګمرکونو اداره (ICE) نیت لري چې ۱۶ شته ودانۍ وپېري او بیا یې ورغولې ترڅو د سیمه‌ییزو مرکزونو په توګه ترې کار واخلي. دا مرکزونه به له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ پورې د نیول شویو کسانو ظرفیت ولري چې په اوسط ډول به له ۳ تر ۷ ورځو پکې ساتل کېږي.

یاده اداره همدارنګه اته لوی توقیف ځایونه پرانیزي چې هر یو به یې له ۷۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ پورې د بندیانو ظرفیت ولري. دا به د هغو کډوالو لپاره «اصلي ځایونه» وي چې له امریکا څخه ایستل کېږي او په اوسط ډول به ۶۰ ورځې پکې ساتل کېږي.

سربېره پر دې، د امریکا د کډوالۍ اداره به ۱۰ نور «چمتو» مرکزونه هم په واک کې ولري چې دمخه یې پکې فعالیت کاوه.

په دې طرحه کې راغلي چې دا مرکزونه ځکه اړین دي چې د امریکا د کډوالۍ اداره د ۱۲۰۰۰ نورو مامورینو له ګومارلو وروسته، په ۲۰۲۶ میلادي کال کې د نیونو د احتمالي زیاتوالي لپاره چمتووالی نیسي.

له بلې خوا، د کډوالۍ او ګمرکونو اداره غواړي قراردادیان وګوماري ترڅو ودانۍ ورغوي او هلته د توقیف خونې، طبي او د غاښونو خدمتونه، د ډوډۍ خوړلو ځایونه، تفریحي ساحې او د محکمو خونې جوړې کړي. د دغه سند له مخې، دا مرکزونه به د بهرنیانو «خوندي او انساني مدني نیول» تضمینوي.

د دې مرکزونو لګښت به د هغه لویې بودیجې له کڅوړې څخه ورکول کېږي چې د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د جمهوریت غوښتونکو تر کنټرول لاندې کانګرس تصویب کړې ده.

دا کڅوړه چې د «یوې لویې ښکلې قانوني لایحې» په نوم پېژندل کېږي، د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو لپاره ۱۷۰ میلیارده ډالر بې‌سارې پیسې لري، چې ۴۵ میلیارده ډالر یې یوازې د بازداشت یا نیولو لپاره دي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۲۴ مالي کال کې د کډوالو د بازداشت لپاره د امریکا بودیجه ۳.۴ میلیارده ډالره وه.

سره له دې چې د راتلونکي کال د منځمهاله ټاکنو په درشل کې سیاسي غبرګونونه مخ په زیاتېدو دي، خو د ټرمپ اداره چمتو ده چې سږ کال د هغې بودیجې په مرسته چې کانګرس ورکړې، د کډوالۍ قوانین سخت کړي، زرګونه مامورین وګوماري او په هر وخت کې له ۱۰۰،۰۰۰ څخه زیات کډوال تر څارنې لاندې ونیسي.