د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا « نی په جلاوطنۍ کې » وايي، د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته په هېواد کې دننه راډیویي شبکې د طالبانو د «تبلیغاتي وسیلو او د غلطو معلوماتو خپرولو په مرکزونو» بدلې شوې دي.
دغه بنسټ د «فبرورۍ ۱۳مې، د راډیو نړیوالې ورځې» په مناسبت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، هغه څه چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان له کورنیو راډیوګانو خپرېږي، «نه د نننۍ نړۍ له واقعیتونو سره سمون لري او نه هم له دین څخه له هغه ټولشموله او پر ګډ ژوند ولاړ قرائت سره چې طالبان یې دعوه کوي».
دا په داسې حال کې ده چې د دغه بنسټ په وینا، د هغو سیمهییزو او نړیوالو راډیوګانو خپروونکي او پیاوړي کوونکي (ترانسمېټرونه) چې افغانستان ته یې خپرونې لرلې، د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته په هېواد کې دننه غیرفعال شول.
نی په جلاوطنۍ کې زیاته کړې چې واک ته د طالبانو په بېرته راستنېدو او د دوحې تړون په تعقیب، په افغانستان کې رسنیو او د بیان ازادۍ خپله تر ټولو بده تاریخي صدمه تجربه کړه.
له راډیوګانو د موسیقۍ خپرول منع شول، په ډېری ولایتونو کې په راډیوګانو کې د ښځو حضور محدود یا منع شو او په پای کې، د راډیوګانو یوه لویه برخه د طالبانو د «تبلیغاتي وسیلو او د لیدلورو د دودولو» په ابزارو بدلې شوې.
دغه بنسټ په افغانستان کې د راډیو د غوړېدو دوره د جمهوریت دوه لسیزې بولي چې د لمریز هجري کال له ۱۳۸۰ څخه تر ۱۳۹۰ پورې، راډیو په هېواد کې د کمیت او کیفیت له مخې تر ټولو زیاته وده تجربه کړه.
په اعلامیه کې راغلي چې په دې دوره کې راډیو د هېواد تر ټولو لرې پرتو کلیو ته لار وموندله او د فارسي او پښتو دوو رسمي ژبو سربېره، نږدې په ټولو سیمهییزو ژبو او لهجو یې خپرونې تولید او خپرې کړې او معلومات، خبرونه، موسیقي او تفریحي خپرونې یې وړاندې کولې.
د « نی په جلاوطنۍ کې » په باور، دې تاریخي پرمختګ د راډیویي سټېشنونو شمېر د طالبانو د لومړۍ دورې له یوازې یوې سراسري راډیو څخه، له ۳۵۰ څخه زیاتو سراسري او سیمهییزو راډیوګانو ته ورساوه او ورسره سم، د خپرونو تنوع او پراختیا هم په بې ساري ډول زیاته شوه.
د یادولو وړ ده چې د ۲۰۱۱ میلادي کال د فبرورۍ ۱۳مه د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) لخوا د راډیو د نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه او له هغه وخت راهیسې هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې دا ورځ نمانځل کېږي.
په افغانستان کې چې د لومړنۍ راډیو له جوړېدو څخه څه باندې دولس لسیزې تېرېږي، دا رسنۍ لا هم د مخاطبانو په منځ کې ځانګړی ځای لري او په ټول هېواد کې تر ټولو پراخ رسنیز پوښښ چمتو کوي.
