سیاست

د طالبانو ویاند د بندیزونو غځول یو «نابریالی» اقدام وباله

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري پر طالبانو د بندیزونو د څارنې ډلې د ماموریت له غځولو وروسته، د طالبانو ویاند د «فشار او بندیزونو» سیاست «نابریالی» وباله او د لوېدیځو هېوادونو د کړنلارې پر بیا کتنې یې ټینګار وکړ.

نوموړي له حریت راډیو سره، چې طالبانو پورې تړلې رسنۍ ده، په خبرو کې د بندیزونو غځول او د څارونکو ډلو د ماموریت دوام یوه «تکراري او نابریالۍ تجربه» وبلله او زیاته یې کړه چې دا ډول اقدامات د ستونزو له حل سره مرسته نه کوي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالبانو د بندیزونو د څارنې ډلې ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه. دا پرېکړه د یوه پرېکړه لیک په تصویب سره چې د امریکا متحده ایالاتو لخوا چمتو شوی و، د ټولو ۱۵ غړو په متفقو (موافقو) رایو وشوه.

چین، روسیې او پاکستان د دغه ماموریت له غځولو هرکلی وکړ او د ترهګرۍ پر وړاندې یې پر مبارزې ټینګار وکړ.

په دې منځ کې، متحده ایالات وايي چې طالبان د واشنګټن پر وړاندې د فشار لپاره له یرغملولو (ګروګانونو) څخه کار اخلي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو د دایمي استازولۍ مرستیالې، تمي بروس، د طالبانو تکتیکونه «کرکجن» وبلل او ویې ویل چې طالبان د واشنګټن او نورو هېوادونو سره په مذاکراتو کې له نیول شویو کسانو څخه د فشار په توګه ګټه اخلي.

هغې زیاته کړه چې طالبانو د امریکايي وګړو د خلاصون په بدل کې، له ګوانتنامو زندان څخه د القاعدې د یوه غړي د خوشې کولو غوښتنه کړې، خو په عین حال کې د ترهګرۍ ضد پر خپلو ژمنو ټینګار کوي.

هغې وویل: «طالبان باید د یرغمل نیونې ټولو بڼو او غیر عادلانه نیونو ته د پای ټکی کېږدي. د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۸ کال د بندیزونو رژیم او د هغې څارونکې ډله لا هم د نړیوالې ټولنې لپاره حیاتي وسیلې دي ترڅو طالبان د دغو د افسوس وړ تکتیکونو په ګډون، ځواب ویلو ته اړ کړي.»

ورته مهال، په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي له طالبانو وغوښتل چې له داعش او القاعدې سره په پرېکنده توګه مبارزه وکړي او پرې نږدي چې افغانستان د سیمې امنیت ته په ګواښ بدل شي.

نوموړي د بندیزونو د څارنې ډلې د ماموریت له غځولو هرکلی وکړ او له ترهګرۍ سره مبارزه یې د دغې کمېټې اصلي هدف وباله.

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو کونګ وویل: «باید په افغانستان کې ترهګر ځواکونه په پرېکنده توګه له منځه یووړل شي.

له ترهګرۍ سره مبارزه د ۱۹۸۸ کال د بندیزونو د رژیم اصلي هدف دی. تصویب شوی پرېکړه لیک په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو په اړه خپله جدي اندېښنه څرګندوي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرۍ د ملاتړ یا د نورو هېوادونو د امنیت د ګواښلو لپاره ونه کارول شي.»

له دې سره سره، په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازولۍ مرستیالې له ترهګرۍ سره پر مبارزې په ټینګار سره خبرداری ورکړ چې د ترهګرۍ او مخدره توکو د قاچاق پر ځای، پر بشري حقونو ډېر تمرکز کولی شي د نړیوالو بندیزونو اغېزناک پلي کېدل له خطر سره مخ کړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې د دایمي استازولۍ مرستیالې، آنا اوستیګنیوا وویل: «خوشحاله یو چې په پرېکړه لیک کې د داعش او نورو ډلو اړوند مادو او د هغوی ترهګریز فعالیتونه او د دغه ګواښ پر وړاندې د هڅو د پیاوړتیا اړتیا ساتل شوې ده. موږ تل پر دې اصل ولاړ یو چې په افغانستان کې ثبات به د سیمې او له هغې هاخوا وضعیت ته بڼه ورکړي.»

د پاکستان استازي هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تریبیون څخه اعلان وکړ چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې د ټي ټي پي (TTP)، القاعدې، داعش او بلوڅ آزادي غوښتونکي پوځ ډلې شتون لري او اسلام‌اباد له دې اړخه اندېښمن دی.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي، عاصم افتخار احمد وویل: «د دې پرېکړه لیک په تصویب سره، امنیت شورا طالب چارواکو ته یو روښانه پیغام واستاوه چې د افغانستان خاوره باید د هیڅ هېواد د ګواښلو یا پرې د برید لپاره ونه کارول شي او هیڅ افغان ډله یا فرد باید د هیڅ هېواد په خاوره کې د ترهګرو ملاتړ ونه کړي.»

د افغانستان د بندیزونو کمېټه چې د ۲۰۱۱ کال په جون کې د ۱۹۸۸ پرېکړه لیک پر بنسټ جوړه شوه، له طالبانو سره د تړلو اشخاصو او بنسټونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په شمول د شتمنیو کنګل کول، د سفر بندیز او د وسلو بندیزونه څاري.