سیاست

زیلینسکي د جګړی د پای ته رسولو لپاره پر روسیې د امریکا د فشار زیاتولو غوښتنه وکړه

انځور – ارشیف څخه د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ وویل، که امریکا غواړي جګړه تر اوړي پورې پای ته ورسیږي، نو باید پر روسیې لا ډېر فشار راوړي. نوموړي زیاته کړه، چې لا هم روښانه نه ده چې ایا مسکو به راتلونکې اونۍ د امریکا په منځګړیتوب د سولې په خبرو کې ګډون وکړي که نه.

د اوکراین مشر، چې مخکې یې ویلي وو واشنګټن غواړي دا څلور کلنه جګړه د جون تر میاشتې پای ته ورسوي، وایي روسیه لا هم په دې اړه فکر کوي چې په میامي کې د سولې په راتلونکو درې اړخیزو خبرو کې ګډون وکړي که نه.

که څه هم کرملین ویلي چې د خبرو لپاره لا کره نېټه نه ده ټاکل شوې، خو دریو باوري سرچینو روېټرز ته ویلي چې امریکايي چارواکو د دوشنبې او سې شنبې په ورځو په میامي کې د درې اړخیزې ناستې وړاندیز کړی دی.

زیلینسکي ټینګار وکړ: «دا یوازې په اوکراین پورې نه، بلکې په امریکا پورې هم اړه لري چې باید فشار راوړي – که څه هم بښنه غواړم دا وایم، خو بله لاره نشته – پر روسیې باید فشار راوړل شي».

زیلینسکي د فایننشل ټایمز هغه راپور رد کړ چې ګواکې دی غواړي د فبرورۍ په ۲۴مه (د برید څلورمې کالیزې په ورځ) د ولسمشریزو ټاکنو او د سولې تړون په اړه د ریفرنډم اعلان وکړي.

هغه وویل: «دا به یو احمقانه کار وي چې دا نېټه د سیاست په اړه د خبرو لپاره غوره شي. لومړی امنیت، بیا سیاست».

اصلي جنجال د ډونباس سیمې پر سر دی. روسیه غواړي ټول ډونباس تر خپل کنټرول لاندې ولري، خو اوکراین دا ردوي. اوکرایني چارواکو د ځینو حل لارو لکه د بې وسلې شوې سیمې (Demilitarised Zone) یا د ازادې سوداګرۍ سیمې د جوړولو په اړه لېوالتیا ښودلې ده.

سره له دې چې ډونالډ ټرمپ د ټاکنو ترسره کول غواړي، خو په اوکراین کې تر نظامي قانون لاندې ټاکنې منع دي او ډېری اوکراینیان هم په جنګي حالت کې د رایې اچونې مخالفت کوي.