د افغانستان په چارو کې د برېتانیا ځانګړی استازی، ریچارډ لنډسي وايي چې د هېواد د وګړو د امن، ټولګډونه او سوکاله راتلونکي لپاره بیان آزادي مهمه او اړینه ده.
نوموړي پر ایکس لیکلي چې د افغانستان د یو شمېر خپلواکو رسنیو له مسوولینو او استازو سره یې په یوه مجازي ناسته کې د هېواد دننه او بهر د رسنیو پر «حیاتي رول» بحث کړی دی.
د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي زیاته کړې، چې په دې برخه کې ګډه همکاري تضمینوي چې د افغانستان د وګړو غږ واورېدل شي.
دا په داسې حال کې ده چې پر هېواد د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، هغوی د افغانستان دننه پر رسنیو سخت محدودیتونه او سانسور لګولی دی.
طالبانو یوازې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې، چې پر افغانستان د دوی د واکمنۍ څلورم کال و، ۱۵ انځوریزې رسنۍ وتړلې؛ هغه کال چې د تېرو کلونو په څېر د طالبانو په واکمنۍ کې، په ټول افغانستان کې د خبریالانو لپاره له ننګونو او خطرونو ډک و.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د طالبانو له لوري د رسنیو پر وړاندې د سانسور، ګواښ او تاوتریخوالي کچه د تیر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاته شوې ده.
دغه بنسټ د رسنیو، بیان آزادۍ او خبریالانو د وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې، همداراز په ټول هېواد کې د تاوتریخوالي او د رسنیو د حقونو د نقض د ۲۰۵ پېښو د ثبت خبر ورکړی دی.
د دې مرکز موندنې ښيي چې د ۲۰۲۵ میلادي کال تر پایه پورې پنځه خبریالان لا هم د طالبانو په زندانونو کې وو.
د آمو د موندنو له مخې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې، طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د قانون د اوولسمې مادې په پلي کولو سره، د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځور خپرول هم منع کړل.
