امنیت

کاناډا کې د ډزو له امله ۱۰ کسان وژل شوي دي

Photo: Reuters

سي‌بي‌سي نیوز راپور ورکړی چې د سې شنبې په ورځ د کاناډا په بریټش کولمبیا ایالت کې، د ټمبلر ریج په سیمه کې د ډزو له امله د بریدګر په ګډون لس کسان وژل شوي دي.

د راپور له مخې، شپږ کسان د یوه لېسې دننه مړه موندل شوي، دوه نور کسان په یوه استوګنځي کې مړه موندل شوي چې پولیس یې له دې پېښې سره تړلي بولي، او یو بل کس روغتون ته په لاره ساه ورکړې ده.

په راپور کې دا هم زیاته شوې چې د شکمن بریدګر مړینه لا وړاندې تایید شوې وه.

د شمالي سیمې د پولیسو مشر، سوپرینټینډنټ کېن فلویډ په یوه اعلامیه کې ویلي: “دا یو ګړندی او متحرک حالت و. زموږ فکر له هغو کورنیو او عزیزانو سره دی چې له دې غمجني پېښې اغېزمن شوي دي.” پولیس وايي دوی باور نلري چې کوم بل بریدګر دې شتون ولري، خو بیا هم په سیمه کې د نورو کورونو او ملکیتونو پلټنه کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې نور څوک ټپيان نه وي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې یاده سیمه یو کوچنی او یو موټی (Close-knit) ټولنه ده. سیمه‌ییز پادري جورج رو، چې د ۳۵ کلونو راهیسې دلته اوسېږي، ویلي: “موږ ټول پدې غمیزه کې داسې شریک یو لکه دا چې زما د کورنۍ یا زما د ګاونډي کورنۍ وي.”