بشري حقوق

د بشري حقونو د فعالانو اتحاديه: د طالبانو له خوا د نارینه پوشه نجلۍ نیول «جنسیتي تاوتریخوالی» دی

انځور- نارینه پوشه نوریه چې په ټولنیزو رسنیو کې یې ویډیو خپره شوې

د بشري حقونو د فعالانو اتحادیې په یوه اعلامیه کې د طالبانو له خوا د نوریې په نوم د یوې نارینه پوشه نجلۍ نیول د «انساني کرامت د جوړښتي نقض، جنسیتي تاوتریخوالي او د ځواک د غیرقانوني کارونې» ښکاره بېلګه بللې ده.

دغو فعالانو ویلي، په هغه ویډیو کې چې له دغې نجلۍ څخه شوې او په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، هغه د سختې بېوزلۍ او د خپلې کورنۍ د سرپرستۍ د مسوولیت له امله مجبوره شوې چې نارینه جامې واغوندي او په یوه ریسټورانټ کې کار وکړي.

په دې اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو تر پوښتنو لاندې له دغې نجلۍ څخه د ویډیو ثبتول نه یوازې د بشري حقونو د لومړنیو اصولو نقض دی، بلکې په روښانه توګه د طالبانو له خوا د «تحقیر، ډارولو او په زور اعتراف اخیستلو» مصداق دی.

د بشري حقونو د فعالانو اتحادیې ټینګار کړی چې طالبان یوه «ترهګره او جنایتکاره» ډله ده چې د نړیوالو حقونو پر بنسټ، د ښځو او نارینه وو په ګډون د اتباعو د نیولو، تحقیق، پوښتنو ګروېږنو او فلم اخیستلو هیڅ قانوني صلاحیت نه لري.

د بشري حقونو دغو فعالانو د نوریې د «فوري او بې قید او شرطه» خوشې کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې «خپلسري نیول او په زور اعتراف اخیستل» د «یوې نامشروع ډلې» کار دی.

په دغه اعلامیه کې همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې د بشري مرستو د وېش پر څرنګوالي جدي بیا کتنه وکړي.

له دې وړاندې د نوریې په نوم د یوې نجلۍ ویډیو چې د هلکانو جامې یې اغوستې وې، په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې وه.

په دغه ویډیو کې ظاهراً لیدل کېږي چې د طالبانو یو غړی له هغې څخه د دغه کار په اړه پوښتنې کوي او هغه وایي چې د بېوزلۍ، تنګسیا او د کورنۍ د سرپرستۍ د مسوولیت له امله مجبوره شوې چې دا کار وکړي او په یوه ریسټورانټ کې کار وکړي.

په ټولنیزو شبکو کې د دغې ویډیو خپرېدل د بشري حقونو د فعالانو او د هېواد د اتباعو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي او ځینو دا د اتباعو پر بنسټیزو حقونو، په ځانګړې توګه د طالبانو په واکمنۍ کې پر ښځو د سختو محدودیتونو پایله بللې ده.