پاکستان له قزاقستان سره د یوه سوداګریز ټرانسپورټي دهلیز په اړه هوکړه کړې چې د افغانستان له لارې تېرېږي او موخه یې د دغه هېواد د سیمه ییزو اړیکو پراخول ښودل شوي دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارټ توکایف سره د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، چې دا سوداګریز ټرانسپورټي دهلیز به له بیلاروس، بیا روسیې، قزاقستان، ازبکستان او افغانستان څخه تېرېږي او پاکستان ته به رسیږي.
هغه زیاته کړه چې د دې هوکړې پر بنسټ به پاکستان قزاقستان ته د دغه هېواد ترانزیټي زیربناوو او بندري تاسیساتو ته بشپړ لاسرسی ورکړي.
شهباز شریف وویل: «د انرژۍ په برخه کې، په قزاقستان او پاکستان کې لوی فرصتونه شتون لري او زموږ همکاري به یوه دوه اړخیزه ګټه وي.
د کلتور او معلوماتو په برخو کې هم د بحث لپاره ډېر څه شته. په دې برخو کې به دواړه هېوادونه په راتلونکي کې د پام وړ فرصتونه ولري.»
د پاکستان د لومړي وزیر په وینا، دا هېواد قزاقستان ته د یوه «سټراټیژیک شریک او په منځنۍ اسیا کې د خپلو یو له ارزښتمنو شریکانو» په سترګه ګوري.
هغه زیاته کړه چې د دغه تړون لاسلیک نه یوازې د پاکستان او قزاقستان اړیکې پیاوړې کوي، بلکې د دواړو هېوادونو دوه اړخیزو اړیکو ته خورا زیاته انګېزه ورکوي.
طالبانو تر اوسه د دغه سوداګریز دهلیز په اړه چې پاکستان له اروپا سره نښلوي، څه نه دي ویلي. خو نږدې څلور میاشتې کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي او سوداګریزې لارې فرضي کرښې ته څېرمه د کړکېچونو له امله د هر ډول سوداګرۍ پر مخ تړل شوې دي.
که څه هم د پاکستان او طالبانو پلاوو په دوحه، استانبول او ریاض کې څو ځلې خبرې اترې کړي، خو دغو خبرو د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو په پرانیستلو کې کومه پایله نه ده ورکړې.
