د امریکا غږ مشرتابه اعلان کړی چې د دې رسنۍ د دري برخې خپرونې د نامعلوم وخت لپاره په ټپه درېدلې دي.
د امریکا غږ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا پرېکړه د امریکا د فدرالي حکومت د بودیجې د نشتوالي له امله شوې، چې ورسره سم د حکومت ډېرې چارې هم په ټپه درېدلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بیا واک ته رسېدو وروسته، دا رسنۍ څو ځله د خپرونو د بندېدو او د کارکوونکو د ایستلو له ستونزو سره مخ شوې ده.
تېر کال د جنوري په میاشت کې د ټرمپ د هغه فرمان له مخې چې د امریکا غږ او شپږو نورو فدرالي ادارو د کارکوونکو د شمېر کمولو امر یې کړی و، د تېر لمریز کال د کب په ۲۵مه هم د دې رسنۍ د خبریالانو او ویاندویانو دندې وځنډول شوې او هغوی په “اجباري رخصتۍ” واستول شول.
د امریکا غږ اجراییوي مدیر، مایکل آبراموویتز، هغه وخت ویلي وو چې د نږدې ۱۳۰۰ خبریالانو، پروډیوسرانو او همکارانو رخصتول د دې رسنۍ فعالیت فلج کړی، چې په نږدې ۵۰ ژبو خپرونې لري.
آبراموویتز په لینکډین کې لیکلي و: «زه ډېر خفه یم چې په تېرو ۸۳ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د امریکا غږ مشهور غږ خاموشه کېږي.»
د امریکا د نړیوالو رسنیو اداره (USAGM)، چې د امریکا غږ مورنۍ اداره ده، د ټرمپ له فرمان وروسته له ازادې اروپا راډیو (راډیو ازادي) سره هم خپلې مالي مرستې بندې کړي؛ دا راډیو روسیې، اوکراین او نورو ختیځو اروپایي هېوادونو ته خپرونې کوي. دغه راز د ازادې اسیا راډیو مالي مرستې هم بندې شوې چې چین او شمالي کوریا ته خپرونې لري.
یادې خبري سرچینې لیکلي، داسې ښکاري چې د ټرمپ دا امرونه به هغه ادارې له منځه یوسي چې په مستبدو هېوادونو کې د باوري خبرونو یوازینۍ سرچینې ګڼل کېږي.
