د آمو ټلویزیون موندنې چې د کډوالو په چارو کې د طالبانو د عالي کمیسیون له خپرو شویو خبرپاڼو څخه ترلاسه شوي، ښيي چې په تېره یوه اونۍ کې (د دلوې له ۳مې تر ۹مې) پاکستان ۱۲۰۵۸ افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.
د دغو موندنو پر بنسټ، په همدې موده کې ۶۱۴ نور کډوال له ایران څخه هم ایستل شوي، چې د دغو اخراجونو ډېری برخه په جبري توګه ترسره شوې ده.
د یادونې وړ ده چې دغه کډوال د تورخم، سپین بولدک، بهرامچه، د ورېښمو پله او اسلام کلا له سرحدي لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د آمو د موندنو له مخې، له دې وړاندې په تېره اونۍ کې (د مرغومې له ۲۵مې د دلوې تر ۳مې) هم پاکستان ۱۶۶۱۰ افغان کډوال ایستلي وو او ورسره هممهاله ۷۴۴ نور کسان له ایران څخه ایستل شوي وو.
په نږدې وروستیو دوو کلونو کې، افغانستان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د کډوالو د اخراج د یوې بېسارې څپې شاهد دی.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې نږدې ۲.۶ میلیونه کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه سازمان مخکې خبرداری ورکړی و چې په لویه کچه د کډوالو راستنېدل د افغانستان پر محدودو سرچینو او د مرستې رسولو پر ظرفیتونو دروند فشار راوړي.
