په متحده ایالاتو کې د ژمي سختو طوفانونو او بېساري یخنۍ لږترلږه ۳۰ کسان مړه کړي دي. دا مرګژوبله په هغو ایالتونو کې رامنځته شوې چې دا مهال د قطبي یخنۍ له څپو سره لاس او ګرېوان دي.
د اسوشیټیډ پریس (AP) د راپور له مخې، له ارکانزاس څخه تر نیو انګلنډ پورې په ۲۱۰۰ کیلومتره ساحه کې تر ۳۰ سانتي مترو ډېره واوره شوې ده. دې وضعیت د موټرو تګ راتګ په ټپه درولی، سلګونه الوتنې یې لغوه کړې دي او د دوشنبې په ورځ یې د ښوونځیو د پراخې رخصتۍ لامل شوی.
د امریکا د هوا پېژندنې ملي ادارې ویلي چې د پیتسبورګ په شمالي سیمو کې تر ۵۰ سانتي مترو پورې واوره شوې او د تودوخې درجه د سړې سېلۍ له امله منفي ۲۵ درجو ته ښکته شوې ده.
راپور زیاتوي چې دې یخنۍ د امریکا دوه پر درې برخه اغېزمنه کړې او لا هم د پای ته رسېدو نښې نه ښکاري.
هوا پېژندونکي وړاندوینه کوي چې په روانه اونۍ کې به د قطبي یخنۍ یوه نوې څپه هم هېواد ته داخله شي، چې ښايي د اونۍ په پای کې د امریکا په ختیځو ساحلونو کې یو بل ژمنی طوفان هم رامنځته کړي.
