یوه جګپوړي ایراني چارواکي ویلي، هېواد به یې پر دوی هر ډول پوځي برید د یوې بشپړې جګړې په توګه ومني او په خورا سخت ډول به یې ځواب کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په راتلونکو څو ورځو کې سیمې ته د امریکا د الوتکې وړونکې بېړۍ او نور نظامي تجهیزات رارسېدونکي دي.
دغه ایراني چارواکي چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې، رویټرز خبري اژانس ته ویلي: «که دا برید محدود وي، یا پراخ او یا هم په هره بڼه چې وي، موږ به یې د یوې بشپړې جګړې په مانا بولو او د ځواب لپاره به له خپل ټول توان څخه کار واخلو.» هغه زیاته کړه چې د ایران پوځ اوس مهال په بشپړ چمتووالي او «لوړ احضاراتو» کې دی.
دا غبرګون وروسته له هغه راپیدا شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل، یو ستر سمندري ځواک (ارماډا) د ایران په لور روان دی.
ټرمپ یو ځل بیا تهران ته خبرداری ورکړی چې د لاریونوالو له وژلو لاس واخلي او خپل اټومي پروګرام بېرته پیل نه کړي.
ایراني چارواکي ټینګار کړی چې که امریکا د دوی ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت تر پښو لاندې کړي، دوی به خامخا غبرګون وښيي.
هغه وویل چې کله یو هېواد د امریکا له دوامداره پوځي ګواښونو سره مخ وي، نو بله چاره نه لري پرته له دې چې له خپلو ټولو امکاناتو د ځان دفاع لپاره کار واخلي.
