د طالبانو له خوا د محکمو ۳۰۰ تنو مسوولانو او کارکوونکو ته له یوه روزنیز پروګرام سره سممهاله چې په لوېدیځ حوزه کې ترسره شو، یوه مدافع وکیل د طالبانو په اداره کې د محکمو د برخې د کارکوونکو پر غیرقانوني او غیرمسلکيوالي نیوکه وکړه.
یو مدافع وکیل محمد صدیق په دې اړه وایي: «د محکمو په بستونو کې د طالبانو ګومارل شوي کسان، ټول غیرمسلکي دي او په خپله برخه کې هېڅ ډول پوهه او تخصص نه لري.»
دغه مدافع وکیل زیاته کړه چې د طالبانو د محکمو کارکوونکو په تېر یوه کال کې د افغانستان له هېڅ وضعی قانون څخه چې لوړ اعتبار لري کار نه دی اخیستی. هغه وویل: «دا د دې لامل شوی چې په عدلي او قضایي بنسټونو کې ټولې قضیې له ستونزو سره مخ شي.»
هغه ټینګار وکړ: «ترڅو چې د افغانستان په عدلي او قضایي بنسټونو کې له وضعي او ځانګړو قوانینو کار وانهخیستل شي، د خلکو ستونزو او قضیو ته رسېدنه نه کېږي.»
په عدلي او قضایي برخو کې د طالبانو پر غیرمسلکيوالي په داسې حال کې نیوکه کېږي چې طالبانو له واکمنېدو وروسته، د عدلي او قضایی برخو ډېر کارکوونکي او مسلکي کسان ګوښه کړي او پر ځای یې خپل کسان ځای پر ځای کړي دي.
مدافع وکیل صدیق وایي: «هغه کسان چې د قاضي او څارنوال په توګه ټاکل کېږي، باید په اړوند برخه کې لیسانس یا تر هغه لوړ تحصیلي سند ولري.»
د دغه مدافع وکیل په وینا، د مخکیني حکومت او د طالبانو د اوسنۍ دورې په عدلي او قضایي بنسټونو کې توپیر دا دی چې مخکې ټول کارکوونکي د زدهکړو، وړتیا او لیاقت له مخه ټاکل کېدل؛ خو اوس داسې ځانګړنې په پام کې نه نیول کېږي.
دغه مدافع وکیل د طالبانو په محکمو کې د جعفري فقهې په اړه وویل: «په نننیو محکمو کې د جعفري فقهې مقام په پام کې نه نیول کېږي؛ داسې حال چې دغې فقهې په مخکیني حکومت کې، په عدلي او قضایی بنسټونو کې ځانګړی او مشخص مقام درلود.»
دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوریت دورې په محکمو او د مخکیني حکومت په عدلي او قضایي بنسټونو کې، له بېلابېلو قومونو څخه خلک پر کار بوخت وو.
خو د لوېدیځ حوزې اوسېدونکي د طالبانو ادارې په عدلي او قضایي برخو کې د عدالت د ټینګښت په تړاو بېلابېل لیدلوري لري.
د هرات ښار اوسېدونکی سهراب وایي: «په عدلي او قضایي بنسټونو کې د طالبانو کسان هېڅ یو یې سم لیک او لوست نه لري او مسلکي نه دي. هغوی د خپلې سلیقې له مخې، د قضیو په تړاو پرېکړه کوي او همداراز له مخکینیو قوانینو څخه کار نه اخلي.»
د نیمروز ولایت د زرنج ښار اوسېدونکی قیس هم باوري دی چې: «په عدلي او قضایی ادارو کې چې طالبان ګومارل شوي په دې برخه کې پوره پوهه نه لري او همدا لامل دی چې په پرېکړو کې یې عدالت نه رعایت کېږي او حق حقدار ته نه رسېږي. په عدلي او قضایي ادارو کې باید مسلکي او تجربه لرونکي کسان وګومارل شي ترڅو له هېچا سره ظلم ونه شي.»
افغانستان د نړۍ په سطح یو له هېوادونو دی چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې یې اساسي قانون نه درلود او طالبانو له کومې کړنلارې پرته پر خلکو حکومت کړی دی. د طالبانو ادارې ویاند ذبیحالله مجاهد په تېرو ورځو کې له رسنیو سره په خبرواترو کې د نوي اساسي قانون په اړه خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې نوی اساسي قانون به د مخکیني اساسي قانون پر ځای وټاکل شي.