د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (آی سي اي) چې په (ایس) مشهوره ده خپلو افسرانو ته یې پراخ او مطلق واک ورکړی چې د قاضي له رسمي حکم پرته د خلکو کورونو ته په زور ننوځي.
د ایسوشېټېډ پرېس یا اې پي خبري اژانس لخوا ترلاسه شوی یو داخلي یادښت ښيي چې دا پرېکړه د امریکا د حکومت د هغو پخوانیو لارښوونو پر خلاف ده چې د خلکو پر کورونو یې د تالاشۍ لپاره قانوني محدودیتونه لګولي وو.
د دغه یادښت پر بنسټ، د ایس افسرانو ته اجازه ورکړل شوې چې یوازې د یو «اداري امر» یا( ای-۲۰۵ )فورمې پر بنسټ د خلکو د اوسېدو ځایونو ته په زور ننوځي، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د امریکا اساسي قانون او د سترې محکمې پرېکړو یوازې د قاضي لخوا د لاسلیک شوي حکم پر اساس دا اجازه ورکوله.
د دغه نوي بدلون یوې تازه بېلګې په توګه، د روان کال د جنوري پر ۱۱مه په مینیاپولیس کې ایجنټانو د درنو وسلو او تاکتیکي وسایلو په لرلو سره، د ګاریسن ګیبسن په نوم د یوه لایبریايي وګړي د کور دروازه په زور ماته کړه او هغه یې ونیوه.
وروسته معلومه شوه چې ایجنټانو یوازې اداري امر درلود او هېڅ قاضي ورته د شخصي حریم د ماتولو اجازه نه وه ورکړې.
دا پټه تګلاره وروسته له هغه رسوا شوه چې د حکومت دننه دوو چارواکو یا وېسل بلوورز په دې اړه کانګرس ته شکایت وکړ.
د دوی په وینا، نوي ګمارل شوي افسران چې په جورجیا کې روزل کېږي، هڅول کېږي چې د لیکلو روزنیزو لارښودونو پر ځای، چې له دې پالیسۍ سره په ټکر کې دي، له همدې نوي یادښت څخه کار واخلي.
د دغه یادښت له مخې، افسران باید لومړی دروازه وټکوي او خپل هویت وښيي، خو که دننه کسان ورته اجازه ورنکړي، هغوی د زور کارولو حق لري.
د حقوقي چارو متخصصین د دې پالیسۍ په اړه سختې اندېښنې ښيي. د کارډوزو پوهنتون د حقوقو استاذه لیندسي ناش وايي چې دا کار د امریکا د اساسي قانون له څلورم تعدیل سره، چې وګړي له بې ځایه تالاشۍ او نیونو څخه ساتي، په ښکاره ټکر کې دی.
خو د بل لوري، د امریکا د کورني امنیت وزارت یا ډي ایچ ایس (DHS) ویانده ټریشیا مکلګلن استدلال کوي چې دغه کسانو لا له وړاندې د ایستلو وروستی امر ترلاسه کړی او د هغوی د نیولو لپاره اداري امر کافي دی.
دا بدلون داسې مهال راځي چې د ټرمپ اداره په ټول هېواد کې د کډوالو د ډلهییز اخراج عملیات خورا ګړندي کړي دي.
