د کډوالو په چارو کې د طالبانو عالي کمیسیون وايي چې په تېره یوه ورځ کې (یکشنبه، د جدي ۲۸مه) پاکستان ۲۰۲۵ افغان کډوال ایستلي دي.
له دې سره هممهاله، ۲۳ تنه نور له ایران څخه ایستل شوي؛ دا هغه اخراجونه دي چې د رسمي راپورونو له مخې ډېری یې په اجباري بڼه ترسره شوي دي.
د ویلو ده چې دغه کډوال د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، د ورېښمو پله او اسلام کلا له سرحدي لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د «آمو» موندنې د کډوالو په چارو کې د طالبانو د عالي کمیسیون د بیانیو له مخې ښيي چې په تېره یوه اونۍ کې (د جدي له ۱۹مې تر ۲۶مې) پاکستان ۱۶۲۴۷ افغان کډوال ایستلي دي.
دغه موندنې دا هم ښيي چې ورسره سم، ۸۰۲ تنه نور له ایران څخه هم ایستل شوي چې د ډېری برخه یې اجباري وه.
په وروستیو نږدې دوو کلونو کې، افغانستان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د کډوالو د ویستلو د بېساري زیاتوالي شاهد دی.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې اعلان کړی و چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی و چې د کډوالو دا پراخ ستنېدل د افغانستان پر محدودو سرچینو او مرستندویه ظرفیتونو سخت فشار راوړي.
