سیاست

قزاقستان د ټرمپ په مشرۍ د «سولې بورډ» غړیتوب ومانه

Kazinform / akorda.kzانځور:

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایوف په رسمي ډول د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه بلنه ومنله چې له ده پکې د (سولې بورډ) په نوم نوي نړیوال چوکاټ کې د شاملېدو غوښتنه شوې وه. د ولسمشر توکایوف مطبوعاتي دفتر تایید کړې چې قزاقستان چمتو دی په نړیواله کچه د ثبات او سولې په راوستلو کې خپله ونډه واخلي.

 ډونالډ ټرمپ د خپلې نوې کاري دورې په پیل کې د داسې یوې شورا یا «سولې بورډ» د جوړولو پلان وړاندې کړی، چې هدف یې د نړۍ د پیچلو جګړو (لکه د اوکراین جګړه او په منځني ختیځ کې شخړې) هوارول دي.

ټرمپ غواړي په دې بورډ کې داسې مشران راټول کړي چې له ټولو لورو سره ښې اړیکې ولري. د قزاقستان ولسمشر د خپلې بې‌طرفه ډیپلوماسۍ او په تېرو وختونو کې د سورېې او نورو هیوادونو د سولې په مذاکراتو کې د کوربه‌توب له امله د دې رول لپاره تر ټولو مناسب بلل شوی دی.

قزاقستان له پخوا راهیسې د «منځګړي هېواد» په توګه پېژندل کېږي. دغه هېواد له یوې خوا له روسیې او چین سره نږدې امنیتي او اقتصادي اړیکې لري او له بلې خوا یې له لوېدیځ او امریکا سره هم خپلې اړیکې ساتلې دي.

د ولسمشر ټرمپ لپاره دا مهمه ده چې د قزاقستان په څېر هېوادونه له ځان سره ولري، ترڅو پر روسیې فشار راوړي یا ورسره د خبرو لاره پرانیزي.

بل لور ته، دا «سولې بورډ» د ټرمپ د هغې تګلارې برخه ده چې غواړي د ملګرو ملتونو له دودیزو او پڅو لارو بهر، د یو شمېر اغېزمنو هېوادونو په مرسته شخړې په چټکۍ سره هوارې کړي.

د شنونکو په باور، په دې بورډ کې د قزاقستان شاملېدل د دغه هېواد نړیوال اعتبار زیاتوي او منځنۍ اسیا د نړیوالې سیاست په محراق کې راولي.

دا ګام د امریکا او قزاقستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د نوي فصل پیل هم ګڼل کېدای شي، چې ښایي په راتلونکي کې په سیمه کې د انرژۍ او امنیت په برخه کې لوی بدلونونه راولي.