منځنی ختیځ

د ایران قضائیه قوه د ټرمپ له خبرداري سره سره، د نیول شویو لاریونوالو د چټکو محاکمو او اعدامونو اشاره ورکوي

CFR/Reuters انځور- ارشیف څخه

اې پي خبر ورکوي چې  د ایران د قضائیه قوې مشر د چهارشنبې په ورځ اشاره وکړه چې د هیواد په کچه په وروستیو لاریونونو کې د نیول شویو کسانو لپاره به چټکې محاکمې او اعدامونه ترسره شي، که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې اړه سخت خبرداری ورکړی دی.

د قضائیه قوې د مشر، غلام حسین محسني اژه‌اي دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې فعالانو وار دمخه خبرداری ورکړی و چې د نیول شویو کسانو په دار ځړول ښايي ډېر ژر پیل شي.

په امریکا کې مېشت د بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس (HRANA) راپور ورکړی چې د امنیتي ځواکونو په خونړي ځپلو کې لږ تر لږه ۲,۵۷۱ کسان وژل شوي دي. دا شمېره په وروستیو لسیزو کې په ایران کې د هر بل لاریون یا ناارامۍ په پرتله ډېره لوړه ده او د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب د وخت ګډوډۍ را یادوي.

ولسمشر ټرمپ په وار وار خبرداری ورکړی چې متحده ایالات ښايي د سوله ییزو لاریونوالو د وژنې په غبرګون کې نظامي اقدام وکړي.

دا ګواښ یوازې څو میاشتې وروسته له هغه کېږي چې په تېر جون میاشت کې د اسرایل او ایران ترمنځ په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې د ایران اټومي سایټونه بمبار شوي وو.

محسني اژه‌اي دا څرګندونې په هغې ویډیو کې کړي چې د ایران دولتي تلویزیون په انټرنیټ کې خپره کړې ده. هغه وویل:

“که موږ غواړو کوم کار ترسره کړو، باید همدا اوس یې وکړو. که غواړو اقدام وکړو، باید په چټکۍ یې وکړو. که ځنډ پکې راشي او دوه یا درې میاشتې وروسته ترسره شي، نو هغه اغېز به ونلري. که غواړو څه وکړو، باید ژر یې وکړو.”

دا څرګندونې د ډونالډ ټرمپ پر وړاندې یو مستقیم ننګونه بلل کېږي. ټرمپ د سه شنبې په ورځ له CBS سره په مرکه کې د اعدامونو په اړه ایران ته خبرداری ورکړی و او ویلي یې و: “موږ به ډېر سخت اقدام وکړو. که دوی داسې کار وکړي، موږ به ډېر سخت غبرګون وښیو.”

په ورته وخت کې، فعالانو د چهارشنبې په ورځ وویل چې سټارلینک (Starlink) په ایران کې وړیا خدمات وړاندې کوي. دا سپوږمکۍ لرونکی انټرنیټ په ایران کې د هغې انټرنیټي بندیز د ماتولو لپاره خورا مهم دی چې د جنوري په ۸مه د مذهبي حکومت لخوا لګول شوی. ایران د سه شنبې په ورځ خلکو ته اجازه ورکړه چې له هیواده بهر ته په موبایلونو کې زنګونه ووهي، خو له بهره ایران ته زنګونه لا هم بند دي.

په لاس انجلس کې مېشت فعال مهدي یحیی نژاد، چې ایران ته یې د سټارلینک وسیلو په رسولو کې مرسته کړې، وویل: “موږ تاییدولی شو چې د سټارلینک وړیا اشتراک په بشپړ ډول کار کوي. موږ دا په ایران کې دننه د یوې نوې فعالې شوې وسیلې په واسطه ازمویلی دی.”

 په خپله سټارلینک تر اوسه په رسمي ډول د دې پریکړې په اړه څه نه دي ویلي.