سویلي آسیا

خیبر پښتونخوا کې د امن کمېټې ۴ غړي ووژل شول

انځور- له ارشیف څخه

پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکوي چې په خېبر پښتونخوا کې د ناامنۍ د تازه څپې په ترڅ کې، د بنو په ګلبدین لنډي سیمه کې ناڅرګنده وسله‌والو د امن سیمه ییزې کمېټې ۴ غړي په ډزو وژلي دي.

د راپورونو له مخې پولیس وایي، دا کسان هغه مهال تر برید لاندې راغلل چې له یوې جرګې څخه بېرته خپلو کورونو ته روان وو.

دا برید په داسې حال کې کېږي چې یوازې یوه ورځ وړاندې د ټنک ولسوالۍ په ګومل بازار کې د پولیسو پر موټر د بمي چاودنې له امله ۷ سرتېري وژل شوي وو.

 پولیسو ویلي چې په بنو کې تر برید وروسته یې په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل کړي، ترڅو بریدګر ونیول شي. د یادونې وړ ده چې تېر کال هم په ورته یوه پېښه کې د امن کمېټې ۷ غړي په نښه شوي وو.

په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ پېښې په ۲۰۲۵ کال کې بې‌ساري کچې ته رسېدلې وې.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (آی اس پي آر) د معلوماتو له مخې، تېر کال په ټول هېواد کې څه باندې ۵ زره وسلوالې پېښې ثبت شوې دي، چې له دې جملې څخه ۳۸۱۱ یوازې په پښتونخوا کې شوې دي.

د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چوهدري ویلي چې په دې ټولو لویو بریدونو کې افغان جنګیالي ښکېل وو.

که څه هم د پاکستان پوځي چارواکي په دغو بریدونو کې افغانان ښکېل بولي، خو په کابل کې واکمنو طالبانو تل دا ډول تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې پاکستان باید د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر افغانستان وا نه چوي