کډوالي

پاکستان په یوه ورځ کې نیږې ۱۴۰۰ افغان کډوال و اېستل

انځور- ارشیف څخه

د طالبانو د کډوالو چارو کې د طالبانوعالي کمېسیون وايي چې په تېره یوه ورځ (دوشنبه، د مرغومي ۲۲مه) پاکستان ۱۳۹۸ افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.

د دغه راپور له مخې، په ورته وخت کې له ایرانه هم ۱۰۲ تنه نور اخراج شوي چې د ډېرو یې جبري ایستل وو.

ویل کېږي چې دغه کډوال د تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او ابریشم پله له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان یوازې یوه ورځ وړاندې هم ۱۶۳۵ افغان کډوال په جبري او اختیاري ډول ایستلي وو.

په وروستیو دوو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په بې‌ساري ډول ګړندۍ شوې ده.

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۶ میلیونه کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه سازمان تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې د کډوالو دومره پراخ ستنېدنه به د افغانستان پر محدودو سرچینو او مرستندویه ظرفیتونو باندې دروند فشار راوړي.