سیاست

نوي ډیلي کې د طالب ډیپلومات رسمي حضور پاکستان اندېښمن کړی

په نوي ډیلي کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د نوي سرپرست، نور احمد نور او هندي چارواکو ترمنځ لومړنۍ رسمي لیدنې په اسلام‌اباد کې سختې اندېښنې او په سیمه ییزه کچه پراخ بحثونه راپارولي دي.

پاکستانۍ مشهورې رسنۍ جیو نیوز په خپل مفصل راپور کې دا ګمارنه د هند یو هوشمندانه ستراتیژیک حرکت بللی چې هدف یې په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ راکمول او د کابل او اسلام‌اباد له شته درز څخه ګټه پورته کول دي.

جیو نیوز لیکلي چې که څه هم هند تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه دی پېژندلی، خو د یوه لوړپوړي استازي منل او ورسره د رسمي لیدنې انځورونه خپرول ښيي چې ډیلي غواړي له طالبانو سره خپل “عملي تعامل” نوي او جدي پړاو ته داخل کړي.

 د دغه راپور له مخې، هند هڅه کوي له هغو ناندریو او نښتو څخه خپله ګټه پورته کړي چې په وروستیو کې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د امنیتي ستونزو او ډیورنډ فرضي کرښې پر سر رامنځته شوي دي.

دا ډیپلوماتیک تحرکات په داسې حال کې کېږي چې په اسلام‌اباد کې د هند د نفوذ پراخېدو د شک او تردید لویه فضا رامنځته کړې ده.

که څه هم په تاریخي لحاظ طالبان د پاکستان په مستقیم ملاتړ او همکارۍ رامنځته شوې او پالل شوې ډله ګڼل کېږي، خو اوسنیو ترینګلو اړیکو ډېر پام ځانته اړولی دی.

یو شمېر سیاستوال لا هم د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د نښتو او اختلافاتو ډراماتیک بدلون ته د شک په سترګه ګوري او باور لري چې دا ممکن د یوې پیچلې لوبې برخه وي؛ خو له بل لوري هند ته د نوي استازي لېږل د کابل لخوا د خپل “پخواني ملاتړي” له انحصاره د وتلو د یوې هڅې په توګه هم کتل کېږي.

بلخوا، د چارو شنونکي او عام افغانان ټینګار کوي چې طالبان نشي کولای په داسې نمایشي ډیپلوماتیکو کړنو د خلکو په منځ کې ځان سپین کړي.

د دوی په وینا، د طالبانو حکومت افغان ولس له خپلو اساسي او بشري حقونو، لکه د زده‌کړې او کار له حق څخه محروم کړی او د یوې روښانه ملي تګلارې د نشتوالي له امله یې هېواد په راتلونکې کې نورو هېوادونو ته لا محتاج کړی دی.

 د ولسي نیوکو پر بنسټ، تر هغو چې په کور دننه د خلکو حقونو ته درناوی ونه شي او هېواد له بهرني احتیاجه ونه ایستل شي، دا ډول بهرني مانورونه به یوازې د شکونو لړۍ نوره هم اوږده کړي او د افغانستان ملي وقار ته به کومه ملموسه ګټه ونه رسوي.