منځنی ختیځ

ډونالډ ټرمپ: د ایران پر وړاندې پر ‘خورا سختو’ پوځي انتخابونو غور کوو

انځور- ارشیف څخه

وال سټریټ ژورنال خبر ورکوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې واشنګټن په ایران کې پر اعتراض کوونکو د خونړي ځپلو په غبرګون کې، پر دغه هېواد د “خورا سختو پوځي انتخابونو” پر کارولو په جدي توګه غور کوي.

ټرمپ چې پرون یې په خپله ځانګړې الوتنه کې له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل چې ایران له هغې سرې کرښې تېر شوی چې ده پخوا د لاریونوالو د وژلو په اړه ټاکلې وه.

نوموړي زیاته کړه چې د امریکا پوځ اوسمهال پر بېلابېلو انتخابونو کار کوي او دی به په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

ولسمشر ټرمپ ادعا وکړه چې د ایران مشرتابه وړمه ورځ ورته د خبرو اترو (مذاکراتو) لپاره زنګ وهلی او دا مهال د یوې کتنې لپاره چمتووالی نیول کېږي.

که څه هم ټرمپ وویل چې ایرانیان مذاکراتو ته لېواله دي، خو دا یې هم ور زیاته کړه چې “ممکن موږ اړ شو چې له دې لیدنې وړاندې اقدام وکړو.”

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې په وړاندیز شویو انتخابونو کې پوځي بریدونه، د پټو سایبري وسلو کارول، د بندیزونو پراخول او د نظام ضد سرچینو سره آنلاین مرسته شامل دي.

ټاکل شوې چې ټرمپ د سه شنبې په ورځ له خپلو لوړپوړو سلاکارانو سره وګوري ترڅو پر همدې انتخابونو وروستی بحث وکړي.

بلخوا، ایراني چارواکو په هېواد کې د وروستیو “اغتشاشونو” پر مهال د وژل شویو امنیتي ځواکونو او نورو کسانو په یاد کې، درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.

د ایران حکومت دغه لاریونونه د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې د “ملي مقاومت جګړه” بللې او ولسمشر مسعود پزشکيان له خلکو غوښتي چې نن د دوشنبې په ورځ په یو پراخ لاریون کې د “ښاري ترورېستي جنایتکارانو” پر ضد ګډون وکړي.

په ورته وخت کې، د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف ګواښ کړی چې که پر ایران برید وشي، په سیمه کې به ټولې امریکایي اډې، کښتۍ او د اسرائیلو تر ولکې لاندې سیمې د دوی مشروع هدفونه وي.

دا لاریونونه چې د دوو اونیو راهیسې دوام لري، د ایران د ۱۹۷۹ کال له انقلاب وروسته د دغه هېواد د مذهبي نظام لپاره یو له تر ټولو لویو ننګونو څخه ګڼل کېږي.

د انټرنیټي بندیزونو سربېره، راپورونه ښیي چې په تېرو څو ورځو کې د لاریونونو لړۍ لا پراخه شوې ده؛ خو د انټرنیټ د ۷۲ ساعته پرېکون له امله د مرګ‌ژوبلې د دقیقو ارقامو ترلاسه کول ستونزمن شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمانونو (هرانا) د تازه راپورونو له مخې، په تېرو دوو اونیو کې د تاوتریخوالي له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۳۸ ته رسېدلی، چې په کې لږ تر لږه ۵۰ ماشومان هم شامل دي. دغه راز تر ۱۰،۶۰۰ ډېر کسان د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

دا ترینګلتیا په داسې حال کې اوج ته رسېږي چې تېر کال د جون په میاشت کې د ایران او اسرائیلو ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، په سیمه کې د امریکا او ایران ترمنځ د مخامخ پوځي تقابل وېره تر بل هر وخت زیاته شوې ده.