منځنی ختیځ

ایران کې ولسي پاڅون د حکومت د ځپلو سربېره دویمې اونۍ ته نیږدې شو

انځور- ارشیف څخه د ایران لاریونونه

په ایران کې د حکومت ضد پراخ لاریونونه په داسې حال کې دویمې اونۍ ته نږدې کېږي، چې د ایران امنیتي او استخباراتي ادارو د لاریون کوونکو د ځپلو، نیولو او انټرنیټي بندیزونو لړۍ تر بل هر وخت تونده کړې ده.

دا پاڅون چې له تېرو دوو اونیو راهیسې د ایران په نږدې ټولو مهمو ښارونو کې دوام لري، د ۱۹۷۹ کال له اسلامي اوښتون وروسته د دغه هېواد د مذهبي نظام پر وړاندې یوه له خورا جدي ننګونو څخه شمېرل کېږي.

که څه هم حکومت په ډېرو سیمو کې انټرنیټ په بشپړ ډول پرې کړی، خو د تهران، مشهد، اصفهان، تبریز او قم له واټونو څخه داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې خلک پکې د نظام د نسکورېدو او د ازادۍ شعارونه ورکوي.

د بشري حقونو نړیوال سازمانونه خبرداری ورکوي چې د ایران امنیتي ځواکونو د لاریون کوونکو د خپرولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز، د اوبو شیندلو ماشینونو او په ځینو مواردو کې له جنګي وسلو څخه کار اخیستی دی.

 راپورونه ښيي چې په تېرو څو ورځو کې د تلفاتو شمېر په بې‌ساري ډول لوړ شوی او زرګونه تنه نور، چې ډېری یې ځوانان دي، د امنیتي ادارو لخوا نیول شوي او نامعلومو ځایونو ته وړل شوي دي.

د ‘نیټ بلاکس’ په نوم د انټرنیټي څار نړیوال بنسټ تایید کړې چې په ټول ایران کې د ۳۶ ساعتونو راهیسې انټرنیټ قطع شوی دی.

چارواکي هڅه کوي له دې لارې د لاریون کوونکو ترمنځ همغږي له منځه یوسي او نړۍ ته د ځپلو د عملیاتو د تصویرونو د رسېدو مخه ونیسي. خو د دې محدودیتونو سره سره، بیا هم په پلازمېنه تهران کې خلک پر واټونو راټول شوي او خپل غږ پورته کوي.

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌اي دغه لاریونونه د بهرنیو دښمنانو په ځانګړي ډول د متحده ایالاتو او اسرائیل “توطیه” بللې ده.

بل لور ته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او ولسمشر ټرمپ د ایران له ولس څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی او تهران ته یې خبرداری ورکړی چې د خلکو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند به ورته بدې پایلې ولري.