سویلي آسیا

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام یو لوړپوړی مشر په چاودنه کې ووژل شو

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په جنوبي وزیرستان کې د جمعیت علمای اسلام ګوند یو مخکښ مشر، مولانا سلطان د سړک غاړې ماین چاودنه کې لومړی سخت ټپي او بیا یې ساه ورکړه.

د راپورونو له مخې، مولانا سلطان په دغه پیښه کې سخت ټپي شوی و، خو کله چې د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان روغتون ته ورسول شو، هلته یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

رسنۍ وايي، نوموړی په پاکستان کې د وفاق المدارس استازی و او په جنوبي وزیرستان کې  یوې مدرسې ته نږدې په نښه شوی دی.

د دغې پېښې وروسته د یاد ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن سخت غبرګون ښودلی او خپله ژوره اندېښنه یې څرګنده کړې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې مولانا فضل الرحمن تر دې وړاندې په پاکستان کې د نا امنیو د پای ته رسولو او د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) د بریدونو د کمولو لپاره له خپل حکومت څخه غوښتي وو چې د افغانستان له طالبانو سره خبرې اترې وکړي.

په هغه ناسته کې چې د پاکستان د ګڼو دیني عالمانو په ګډون جوړه شوې وه، ګډونوالو په دغه هېواد کې وروستي “ترهګریز بریدونه” په کلکه وغندل.