هندي ورځپاڼې (هندو) راپور ورکړی چې نور احمد نور، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی چارواکی، نوي ډهلي ته رسېدلی او تمه ده چې ډېر ژر د هند لپاره د افغانستان د سفارت د سرپرست په توګه خپل کار پیل کړي.
د هندو د راپور له مخې، نور احمد نور تر اوسه خپل رسمي اسناد د هند حکومت ته نه دي سپارلي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د هغه ټاکنه په رسمي ډول نه ده اعلان کړې، خو باوري سرچینو ویلي چې نوموړی به په راتلونکو ورځو کې په رسمي ډول د سفارت مسؤلیت پر غاړه واخلي.
راپور زیاتوي چې نور احمد نور تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي د رسمي سفر پر مهال، چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په میاشت کې نوي ډهلي ته شوی و، هغه ملګری کړی و. دا سفر د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامنیام جېشنکر په بلنه ترسره شوی و او دواړو لورو په دې لیدنه کې په نوي ډهلي کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د استازي پر حضور لومړنی تفاهم کړی و.
هندو لیکلي چې طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې هم هڅه کړې وه چې په نوي ډهلي کې د افغانستان د سفارت لپاره سرپرست وټاکي، خو هغه کس د سفارت د کارکوونکو له لوري ونه منل شو. سره له دې، طالبانو تر دې وړاندې بریالي شوي وو چې د افغانستان قونسلګرۍ ته په ممبۍ کې خپل استازی معرفي کړي.
د راپور له مخې، هند تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له ۲۰۲۲ کال راهیسې چې په کابل کې یې خپله تخنیکي استازولۍ بېرته پرانیستله، له طالبانو سره یې کاري او ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړې دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې اعلان وکړ چې په کابل کې د دغه هېواد ماموریت د سفارت کچې ته لوړوي، چې دا پرېکړه په هند کې د طالبانو د ډیپلوماټانو د حضور لپاره زمینه برابروي.
هندو ورځپاڼې د هندي چارواکو له قوله لیکلي چې دا مهال په نوي ډهلي کې د افغانستان د سفارت پخواني کارکوونکي لا هم په سفارت کې حضور لري او د پخواني افغان حکومت درې رنګه بیرغ هم پر ودانۍ رپېږي، خو تمه ده چې د طالبانو د استازي له رسمي کار پیل وروسته به دا وضعیت بدل شي.
