د بښنې نړیوال سازمان د ایران د امنیتي ځواکونو لخوا د مظاهرهچیانو پر ضد د مرګوني ځواک استعمال د زیاتېدو راپورونه څېړي او د ویډیوګانو تحلیل کوي.
د راپور له مخې، له ۸ جنورۍ راپدېخوا په ایران کې د مظاهرو شدت زیات شوی چې له امله یې په څو ولایتونو لکه البرز، کرمانشاه او تهران کې د مړو او ټپیانو شمېر لوړ شوی دی.
ددغه سازمان په وینا د ایران چارواکو د مظاهرو د مهارولو لپاره انټرنټ پرې کړی او د ټیلیفون شبکې ګډوډې کړي، چې د خلکو د سازمان ممانعت او د خپلو کړنو پټولو هڅه وي. له ۲۸ دسمبر راهیسې امنیتي ځواکونو لسګونه کسان وژلي دي.
د خونړۍ پېښو د دوام ویره د هغه وروسته زیاته شوه چې د ایران مذهبي مشر علي خامنهای مظاهرهچیان «خرابکاران، یاغیان او د هېواد ته ضرر رسوونکي» وبلل او خبرداری یې ورکړ چې امنیتي ځواکونه به شا ته نه شي.
د بښنې نړیوال سازمان پر دولتونو غږ کړی چې په بیړني توګه، د ډیپلوماټیکو لارو، له ایرانۍ چارواکو وغواړي چې غیرقانوني ځواک کارول ودروي او خلکو ته انټرنټ بیرته وصل کړي.
