نړۍ

ملګري ملتونه: د ټرمپ له پرېکړې سره سره خپل ماموریت ته دوام ورکوو

File photo.

ملګري ملتونه وایي، ددې سازمان د څو اړوندو ادارو په ګډون له لسګونو نړیوالو بنسټونو د امریکا د وتلو په تړاو د ټرمپ له پرېکړې سره سره به، دا سازمان د ورسپارل شویو مأموریتونو پلي کولو ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش د امریکا پر پرېکړې خواشیني څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د ملګرو ملتونو فعالیتونه به د تصویب شویو ژمنو له مخې روان وي.

د ملګرو ملتونو ویاند په دې تړاو په یوه اعلامیه کې ویلي دي «:لکه څرنګه چې مو تل ټینګار کړی، د عادي بودجې او د سوله ساتو عملیاتو د بودجې د ټاکل شوې ونډې ورکول، د ملګرو ملتونو د منشور له مخې، د امریکا په ګډون د ټولو غړو هېوادونو لپاره یوه حقوقي ژمنه ده.

دا څرګندونې تر هغې وروسته خپرې شوې چې د سپینې ماڼۍ له‌خوا د چهارشنبې پر ماښام یو رسمي يادښت خپور شو.

په دغه یادښت کې د فدرالي حکومت ادارې او وزارتونه مکلف شوي چې له لسګونو هغو نړیوالو سازمانونو، کنوانسیونونو او تړونونو د سملاسي وتلو بهیر پیل کړي چې د حکومت په اند، د امریکا له ملي ګټو سره په ټکر کې دي

په دغه نوملړ کې د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق، د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د چوکاټ کنوانسیون، د ملګرو ملتونو د ډموکراسۍ صندوق او د ملګرو ملتونو د دارالانشاء د څو دفترونه په ګډون چې په وسلوالو شخړو کې د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب او د جنسي تاوتریخوالي د مخنیوي په څېر برخو کې کار کوي، د ملګرو ملتونو ۳۱ بنسټونه او ادارې شاملې دي.

د آسیا-پسیفک، لوېدیځې آسیا، افریقا، او لاتینې امریکا او کارابین لپاره د ملګرو ملتونو څلور سیمه ییز کمیسیونونه هم په دې نوملړ کې شامل دي.

په دغه یادښت کې راغلي چې له دغو بنسټونو «وتل» تر کومه بریده چې قانون اجازه ورکوي، د هغو له مالي ملاتړ او ګډونه د لاس اخیستو په معنی دي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې د دغه سازمان ټول بنسټونه به د هغو مأموریتونو عملي کولو ته دوام ورکړي چې د غړو هېوادونو له‌خوا ورته سپارل شوي دي.

د هغه ویاند ویلي«:ملګري ملتونه مکلف دي هغو کسانو ته خدمت وکړي چې پر دې سازمان تکیه کوي. موږ به په بشپړ هوډ سره خپلو مأموریتونو ته دوام ورکړو.»

د ملګرو ملتونو د منشور له مخې، د عادي بودجې او سوله ساتنې د مأموریتونو د بودجې د تصویب شوې ونډې ورکول د ټولو غړو لپاره یو الزامي مکلفیت ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۲۰۲۶ کال لپاره د دغه سازمان عادي بودجه ۳.۴۵ میلیارد ډالر تصویب کړې چې د تېر کال په پرتله د مالي سرچینو ۱۵ سلنه او د کارکوونکو د کچې نږدې ۱۹ سلنه کمښت ښيي.

د امریکا دغه پرېکړه د اقلیم په برخه کې د ځینو چارواکو له سخت غبرګون سره مخ شوې ده. د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنوانسیون اجرائیوي منشي سایمون سټیل په یوه اعلامیه کې ویلي چې د واشنګټن وتل «د اقلیم په برخه کې پر نړیوالې همکارۍ سخت ګوزار» دی.

هغه ویلي:« امریکا د ملګرو ملتونو د اقلیمي کنوانسیون او د پاریس د تړون له بنسټ‌اېښودونکو وه، ځکه دواړه په بشپړه توګه د هغه هېواد له ملي ګټو سره سمون لري»

سټیل خبرداری ورکړی چې دا اقدام ښايي د امریکا د اقتصاد او د خلکو د ژوند پر کچه ناوړه اغېز وکړي، په داسې حال کې چې د اقلیمي بدلون له امله رامنځته کېدونکی ناورین ورځ تر بلې زور اخلي.