د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، د عمان د بهرنیو چارو له وزیر، بدر بن حمد البوسعیدي سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته کابل ته د سفر بلنه ورکړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې امیرخان متقي په دې خبرو کې د دواړو لوریو ترمنځ په لوړه کچه مشورې «ګټورې» بللې دي.
د دغې اعلامیې پر بنسټ، د عمان د بهرنیو چارو وزیر د همکاریو د پراختیا لپاره د پلاوو تبادله مهمه بللې او ویلي یې دي چې په نږدې راتلونکي کې به د عمان د هوايي چلند یو تخنیکي پلاوی کابل ته سفر وکړي.
طالبانو ویلي چې هغه کابل ته د سفر لپاره خپل چمتووالی ښودلی او هیله یې څرګنده کړې چې په دې سفر کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه رغنده خبرې وشي.
خو د عمان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دې ټیلیفوني اړیکې او کابل ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر د سفر د چمتووالي په اړه څه نه دي ویلي.
