د پاکستان یو له سترو سوداګریزو بانکونو څخه، الفلاح بانک، د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې خپل فعالیتونه بند کړي او له دغه هېواده وځي. (بزنس ریکاردر) راپور ورکړی چې دغه بانک دا موضوع د پاکستان د ونډو بازار (بورس) ته په یوه خبرتیا کې ابلاغ کړې ده.
د دغې پاکستانۍ ورځپاڼې په راپور کې راغلي چې الفلاح بانک په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د سپارلو وړاندیز «غضنفر بانک» ته کړی دی؛ د پاکستان دولتي بانک او د افغانستان مرکزي بانک (د افغانستان بانک) نظارتي جوازونه ورکړي چې غضنفر بانک ته اجازه ورکوي ترڅو لازمې ارزونې پیل کړي.
د دغه راپور پر بنسټ، په لېږل شوې خبرتیا کې راغلي: «په همدې تړاو، د پاکستان مرکزي بانک غوښتونکي پیرودونکي (غضنفر بانک) ته اصولي هوکړه/اجازه ورکړې ترڅو په افغانستان کې د الفلاح بانک د فعالیتونو په اړه خپلې لازمې ارزونې پیل کړي. له همدې امله، الفلاح بانک غضنفر بانک ته اجازه ورکوي چې د ارزونې دا پروسه مخ ته یوسي.»
بزنس ریکارډر زیاته کړې چې دا معامله د «لازمو ارزونو په رضایتبښونکي بشپړېدو، د قطعي هوکړو په پلي کېدو، د ټولو اړوندو قوانینو او مقرراتو په پام کې نیولو او د پاکستان او افغانستان له اړوندو چارواکو څخه د ټولو قانوني او نظارتي جوازونو په ترلاسه کولو» پورې تړلې ده.
د کارپوهانو په اند، الفلاح بانک چې د پاکستان یو له سترو خصوصي بانکونو څخه دی، له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت درلود او د فعالیتونو هر ډول احتمالي سپارل به یو د پام وړ ستراتیژیک بدلون وي.
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې الفلاح بانک د یوه پاکستاني بانک څانګه ده چې اصلي ملکیت یې د اماراتي پانګوالو د یوې ډلې په لاس کې دی او د پاکستانیانو په ګډه پانګونه په افغانستان کې د یوه اسلامي سوداګریز بانک په توګه پیل شوی و.
د دغه بانک مرکزي دفتر د پاکستان د سند ایالت په مرکز کراچۍ کې دی او په افغانستان او څو نورو هېوادونو کې هم فعالیت کوي.
