سویلي آسیا

د پاکستان پوځ: افغانستان د پاکستان پر ضد د ترهګریزو بریدونو په هډه بدل شوی

انځور- د پاکستان د پوځ ویاند

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر وايي چې افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان پر ضد د ترهګریزو عملیاتو پر یوه اډه بدل شوی او د افغانستان وګړي د دغه هېواد په یو شمېر لویو او اغېزناکو ترهګریزو بریدونو کې ښکېل وو.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر، احمد شریف چودري، د سې‌شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، ترهګري لا هم د پاکستان تر ټولو لوی امنیتي ګواښ دی. نوموړي ۲۰۲۵ کال د دې مبارزې لپاره «یو مهم کال» وباله او زیاته یې کړه چې د ترهګرۍ پر ضد هڅې په دې موده کې په «بې‌سارې شدّت» سره تعقیب شوې دي.

چودري دا ادعا هم وکړه چې تېر کال د پاکستان دولت او ولس د ترهګرو ډلو د ماهیت په اړه «بشپړ وضاحت» ته رسېدلي دي. هغه دغه ډلې «خوارج» وبللې او ویې ویل چې له اسلام سره هېڅ تړاو نه لري.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر د بلوچستان د ناامنۍ په اړه هم خبرې وکړې او ځینې وسله‌والې ډلې یې «د هند فتنه» وبللې، او د پاکستان په بې‌ثباتۍ او ترهګریزو فعالیتونو کې یې د نوي‌ډهلي رول مهم وباله.

نوموړي زیاته کړه چې په ۲۰۲۵ کال کې نړیوالې ټولنې هم د ترهګرۍ په اړه د پاکستان دریځ منلی او په ځانګړي ډول یې دې اندېښنو ته پام اړولی چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګریزو عملیاتو د اډې په توګه کارول کېږي.

د پاکستان د پوځ د ویاند په وینا، د دغو بدلونونو تر څنګ، د ملي اقدام پلان هم تېر کال بېرته فعال او عملي شوی او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د یوه مهم محور په توګه ترې کار اخیستل شوی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر د نویو شمېرو په وړاندې کولو سره وویل چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په ۲۰۲۵ کال کې د ترهګرۍ پر ضد تر ۷۵ زرو ډېر د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړي دي.

د هغه په وینا، د پاکستان پوځ، پولیسو، فدرالي پولیسو او استخباراتي ادارو په ګډه تېر کال ۷۵ زره او ۱۷۵ استخباراتي عملیات ترسره کړي، چې د ده په خبره، دا شمېر په منځني ډول هره ورځ ۲۰۶ عملیاتو ته رسېږي.