سیاست

ذبیح الله مجاهد: د پآکستان د پوځ وروستۍ څرګندونې بې بنسټه او نا مسؤلانه دي

انځور- د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

طالبانو د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ څرګندونې، چې د افغانستان د حکومتي او ټولنیز جوړښت په اړه شوې وې، بې‌اساسې او غیرمسئولانه بللې او په کلکو ټکو یې غندلې دي.

د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د پاکستان د پوځ د ویاند دا څرګندونې، چې په یوه خبري ناسته کې شوې، نه یوازې د افغانستان له موجودو واقعیتونو سره سمون نه لري، بلکې د یوه مسئول پوځ له دریځ او معیارونو سره هم په ښکاره ټکر کې دي.

د اعلامیې له مخې، دا ډول څرګندونې «پارونکې» دي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه‌والي پر ځای، د لا زیاتو ترینګلتیاوو لامل ګرځي. طالبانو د پاکستان له ادارو غوښتي چې د افغانستان په اړه له «غیررسمي دریځونو او غیرمنطقي تبلیغاتو» څخه ډډه وکړي او پر ځای یې د خپل هېواد پر کورنیو ستونزو تمرکز وکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان «یو ازاد او باثباته هېواد» دی او د طالبانو په وینا، دغه هېواد له «پیاوړي امنیتي جوړښت، قوي رهبرۍ او پر ټول قلمرو د بشپړ حاکمیت» څخه برخمن دی.

طالبانو ټینګار کړی چې د افغانستان په کورنیو چارو کې هر ډول لاسوهنه او د ګواښ ژبې کارول د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه دي. هغوی له پاکستاني ادارو غوښتي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو حساسیت ته په کتو، مسئولانه چلند غوره کړي او له تاوتریخوالي ډکې ژبې کارولو څخه ځان وساتي.

تر دې وړاندې، د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر ویلي وو چې افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان پر ضد د ترهګریزو عملیاتو په یوه مرکز بدل شوی او د افغانستان وګړي د یاد هېواد په یو شمېر لویو او «اغېزناکو» ترهګریزو بریدونو کې ښکېل وو.

نوموړي زیاته کړې وه چې په ۲۰۲۵ کال کې نړیوالې ټولنې هم د ترهګرۍ په اړه د پاکستان دریځ منلی او په ځانګړي ډول د دې اندېښنو ته پام شوی چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګریزو عملیاتو لپاره کارول کېږي.