د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت غړي، خان جان الکوزي آمو (رسنۍ) ته ویلي چې د سوداګریزو او تګ راتګ لارو د تړل کېدو تر ټولو زیات زیان پاکستان ویني.
هغه وايي چې افغانستان تر دې وړاندې له پاکستان سره په میاشتنۍ کچه د نږدې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه لرله، چې لویه برخه یې له پاکستان څخه هېواد ته واردات وو؛ خو د لارو په تړل کېدو سره، اوس دا راکړه ورکړه په ټپه ولاړه ده.
خان جان الکوزی وايي چې د دې لارو له تړل کېدو د یوې میاشتې په تېرېدو سره، افغانستان د سوداګرۍ بدیلې لارې غوره کړې او اوس له همدغو بدیلو لارو ګټه اخلي، چې له امله یې هېواد ته د توکو په واردولو کې جدي ننګونه نشته او د افغانستان د تازه مېوې د صادراتو موسم هم تېر شوی دی.
د هغه په وینا، د افغانستان د کانونو صادرات هم اوسمهال د همدغو بدیلو لارو، له هغې ډلې د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې ترسره کېږي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې دغه غړی که څه هم د هېواد په بازارونو کې د توکو د بیو لوړېدل تاییدوي؛ خو وايي چې دا توکي په بازارونو کې شته او «جدي ننګونه نه ده.
د یادولو وړ ده چې له پاکستان سره پر فرضي کرښه د تګ راتګ او سوداګریزو لارو تړل کېدل درېیمې میاشتې پوره کیږي؛ هغه ګام چې د دواړو هېوادونو ترمنځ او د دغو هېوادونو له لارې یې سوداګریزه لړۍ په بشپړ ډول ودروله.
دا لارې وروسته له هغه وتړل شوې چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ فرضي کرښې ته څيرمه سیمو کې نښتې وشوې او اته ورځې روانې وې. که څه هم طالبانو او پاکستاني لوري په دوحه، استانبول او ریاض کې د دواړو لورو ترمنځ د کړکېچ د کمولو په موخه څو پړاوه خبرې اترې وکړې؛ خو دغه خبرې د لارو د بېرته خلاصېدو لامل نه شوې؛ هغه اقدام چې تر اوسه یې د دواړو غاړو سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اړولی دی.
تر دې وړاندې په پاکستان کې د سرحد د سوداګرۍ او صنایعو خونې د دغو لارو د بېرته خلاصېدو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د بیا پیلېدو غوښتنه کړې وه.
پاکستاني رسنیو د دغې خونې د رییس له خولې لیکلي چې د دغو لارو اوږدمهاله تړل کېدو د دواړو خواوو سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي او وزګارتیا یې زیاته کړې ده.
په پاکستان کې د سرحد د سوداګرۍ خونې رییس، جنید الطاف، شمېرې ورکړي چې له ۱۲۰۰۰ څخه زیات کانټینرونه په لارو او د کراچۍ په بندر کې ولاړ دي او سوداګر د درنو لګښتونو (ډیمریج) تادیه کولو ته اړ شوي دي.
