کډوالي

ایران کې تر ۲۰۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي

انځور- ارشیف څخه

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد پولیسو د سیستان او بلوچستان ایالت په “زهک” ښار کې ۲۰۹ افغان کډوال نیولي دي.

د زهک ښار د پولیسو قوماندان، علي اکبر حبیبي فر ویلي چې دا کډوال په تېره یوه اونۍ کې د “ټولنیز امنیت د ټینګښت” د طرحې په درشل کې نیول شوي او په وینا یې دوی په غیرقانوني ډول په دغه هېواد کې اوسېدل.

د دغې طرحې په ترڅ کې پولیسو د ۲۰۹ افغان کډوالو سربېره، ۹ تنه د غلا په تور هم نیولي او یو شمېر موټر او موټرسایکلونه یې هم ضبط کړي دي. ایراني چارواکي معمولاً هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري، د “غیرقانوني بهرنیو اتباعو” په نوم یادوي.

دا نیونې په داسې حال کې زیاتې شوې چې له اسرائیلو سره د ایران له دولس ورځنۍ جګړې وروسته، د افغان کډوالو د اجباري ایستلو لړۍ چټکه شوې ده. په وروستیو اونیو کې ایران په اوسط ډول هره ورځ نږدې ۴۰۰ افغان کډوال په جبري یا اختیاري توګه له خپلې خاورې باسي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو د مرکز رییس، نادر یاراحمدي وايي چې دمګړۍ په ایران کې شاوخوا ۴.۵ ملیونه افغان کډوال مېشت دي. د هغه په وینا، د کډوالو د ایستلو د طرحې له پیل راهیسې تر اوسه ۱.۶ ملیونه بې اسناده افغانان له ایرانه ایستل شوي دي.

احمدي له ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې پخوا په ایران کې د افغانانو شمېر ۶.۱ ملیونو ته رسېده، خو د ایستلو له بهیر وروسته اوس دا شمېره کمه شوې ده.

نوموړي دا هم ومنله چې په دې وروستیو کې په قاچاقي ډول ایران ته د بې اسناده افغانانو د بېرته ورتګ کچه هم لوړه شوې ده.

که څه هم د ایران دا اقدام د بشري حقونو د سازمانونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوی، خو تهران لا هم د کډوالو نیولو او ایستلو ته دوام ورکوي.