نړۍ

۲۰۲۵؛ نړۍ د جګړو، بې‌ثباتۍ او اقلیمي خطرونو تر سیوري لاندې

پر ایران د اسرایلو د برید عکس

۲۰۲۵ کال په داسې حال کې تېر شو چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې پوځي شخړې روانې وې او ورسره هم‌مهاله د بحرانونو د مهار لپاره ډیپلوماټيکې هڅې هم کېدې.

دا کال د ډېرو خلکو لپاره د سولې هیله له ځانه سره ونه لرله او له نويو کړکېچونو او ناحل شوو شخړو سره مل و.

د جګړو او سیاسي ترینګلتیاوو تر څنګ، طبیعي پېښو، په ځانګړي ډول د اسیا په هېوادونو کې، د زرګونو کسانو ژوند واخیست او د میلیاردونو ډالرو مالي زیانونه یې واړول.

کارپوهان دا پېښې د اقلیمي بدلون د مستقیمو پایلو او د دولتونو د ځنډېدلو اقدامونو نتیجه بولي.

د نړیوال سیاست په ډګر کې، سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ بېرته ستنېدو په چټک ډول پر نړیوالو معادلو اغېز وکړ.

د امریکا ولسمشر د سختو سوداګریزو پالیسیو او د ګمرکي تعرفو د لوړېدو له لارې نړیوال اقتصاد ته نوې ترینګلتیاوې او د بلمثل عمل له غبرګونونو سره مخ شو، خو په ورته وخت کې یې هڅه وکړه چې ځان د ځینو مهمو سیاسي بحرانونو د منځګړي په توګه مطرح کړي.

په منځني ختیځ کې د ایران او اسرائیل ترمنځ تاوتریخوالی بې‌سارې کچې ته ورسېد.

د اوړي په موسم کې دواړه لوري په مستقیمه نښته کې ښکېل شول؛ اسرائیلو د ایران پر اټومي او پوځي تأسیساتو هوايي بریدونه وکړل او تهران په ځواب کې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړل.

دا جګړه له دولسو ورځو وروسته د اوربند له اعلان سره ودرېده، خو اساسي اختلافونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

په غزه کې، نږدې له دوو کلونو جګړې وروسته، یو بل اوربند اعلان شو.

د امریکا په ملاتړ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تصویب درې پړاونو طرحه د کار په اجنډا کې شامل شوه، خو د عملي کېدو په اړه یې جدي شکونه موجود دي.

حماس لا هم بې‌وسلې شوی نه دی،د روان کال تر وروستۍ اونۍ هم د اسرائیلو بریدونه د دوام لري او بشري بحران د سلګونو زرو خلکو پر ژوند د ویر او ډار سورې غوړلی دی.

په ختیځه اروپا کې، د اوکراین جګړه خپل څلورم کال ته ننوته.

روسیې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړل، خو ځمکنۍ پرمختګونه یې محدود پاتې شول.

په مقابل کې، اوکراین د ناڅاپي عملیاتو له لارې جګړه یی غبرګونونه وښودل، په داسې حال کې چې پر دې هېواد د نابرابر اوربند د منلو فشارونه ډېر شول.

مسکو غواړي نیول شوې سیمې وساتي او اوکراین د ناټو له غړیتوبه تېر شي، خو کی‌یف د روسیې د بیا ځلي بریدونو د مخنیوي لپاره د امنیتي تضمینونو غوښتنه کوي.

په جنوبي اسیا کې، هند او پاکستان یو ځل بیا د پراخې جګړې تر حده ورسېدل.

په کشمیر کې له یوې خونړۍ حملې وروسته، دواړه اټومي ځواکونه د متقابلو بریدونو شاهدان وو.

که څه هم اوربند ټینګ شو، خو د اختلاف ریښې لا هم حل شوې نه دي.

په سوېلي ختیځه اسیا کې هم د تایلنډ او کمبودیا ترمنځ سرحدي نښتې وشوې.

د اوربند لومړنی تړون په چټکۍ سره مات شو، خو د څو اوونیو جګړو وروسته دواړه لوري یو ځل بیا د جګړې د درولو پر سر موافقې ته ورسېدل.

په واتیکان کې د پاپ لیو څوارلسم ټاکل کېدل، چې د امریکا لومړنی پاپ بلل کېږي، د نړۍ د میلیونونو خلکو پام یې ځان ته واړاوه.

دا مذهبي بدلون پراخ سیاسي او ټولنیز انعکاسونه هم لرل.

نوموړي له ټاکل کېدو وروسته په نړۍ کې د جګړو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

په ټوله کې، ۲۰۲۵ کال د جګړو، سیاسي بې‌ثباتۍ او جدي اقلیمي خبرداریو کال و؛ داسې کال چې ورسره تر ډېره دا جوته کړه چې نړیوال بحرانونه نه یوازې کم شوي نه دي، بلکې په ډېرو مواردو کې لا ډېر پېچلي او ژور شوي دي.