منځنی ختیځ

اسرائیل په غزه کې د مرستندویه ډلو فعالیتونه بندوي

انځور- دغزې، له ارشیف څخه

الجزیره راپور ورکوي چې اسرایل وايي په جګړه ځپلي غزه کې به د بې پولې ډاکټرانو په ګډون له ۳۶ څخه د زیاتو بشري سازمانونو فعالیتونه وځنډوي. د اسرایلي چارواکو په وینا، دغه پرېکړه ځکه شوې چې یادو ډلو د مرستندویه ټولنو لپاره د دوی نوي قوانین نه دي منلي.

هغه سازمانونه چې د پنجشنبې له ورځې یې د فعالیت جوازونه لغوه کېږي، د اسرایلي چارواکو په خبره، د خپلو کارکوونکو، بودیجې او عملیاتي چارو په اړه د معلوماتو په شریکولو کې پاتې راغلي دي.

 په دغو ادارو کې د ناروې د کډوالو شورا، کیر انټرنیشنل، د ژغورنې نړیواله کمېټه او د اکسفام او کاریتاس مهمې څانګې شاملې دي.

اسرایل د بې پولې ډاکټرانو سازمان، چې په (ایم ایس ایف ) پېژندل کېږي، تورن کړی چې د خپلو کارکوونکو د رول په روښانه کولو کې پاتې راغلی او ادعا یې کړې چې هغوی له حماس سره همکاري کوله.

 د اسرائیلو د ډیاسپورا چارو وزیر، عمیشای شیکلي وویل: «پیغام روښانه دی؛ بشري مرستو ته هرکلی ویل کېږي، خو د تروریزم لپاره د بشري چوکاټونو کارولو ته نه.»

ایم ایس ایف، چې په غزه کې د روغتیایي سکتور لویه برخه سمبالوي او د روغتونونو د ۲۰ سلنه بسترونو او د یوې پر درې برخه زیږونونو مسوولیت لري، وایي چې دا پرېکړه به په غزه کې د دوی پر چارو فاجعه ځپونکی اغېز وکړي.

 دغه سازمان د اسرایل تورونه رد کړل او ویې ویل چې دوی هېڅکله داسې کسان په دنده نه ګماري چې په نظامي فعالیتونو کې ښکېل وي.

دا محدودیتونه په داسې حال کې وضع کېږي چې د برېتانیا، کاناډا، ډنمارک، فنلنډ، فرانسه، آیسلنډ، جاپان، ناروې، سویډن او سویس په ګدون ۱۰ هېوادونو، په په یوه ګډه اعلامیه کې په غزه کې بشري وضعیت «ناورین» بللی دی.

 په اعلامیه کې ویل شوي چې ۱.۳ میلیونه خلک عاجلې سرپناه ته اړتیا لري او د حفظ الصحې د سیستمونوشړېدو۷۴۰ زره کسان له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.

له بلې خوا، د فلسطین د نادولتي سازمانونو د شبکې استازي امجد شوا الجزیرې ته ویلي، چې د اسرائیلو دا اقدام په غزه کې د بشري ناورین د لا ژورولو او د فلسطینیانو د اجباري بې ځایه کولو د هڅو یوه برخه ده.

د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې، په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۷۱ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي او په سلګونو نور د سختې لوږې او درملو د نشتوالي له امله مړه شوي دي.