کډوالي

د جرمني فدرالي محکمه: پر یهودانو د برید د پلان په تور افغان وګړی په موقتي توقیف کې پاتې کېږي

د جرمني فدرالي محکمې ویلي، هغه افغان وګړی چې په جرمني کې پر یهودیانو د برید د پلان جوړولو په تور په ډنمارک کې نیول شوی و، جرمني ته تر لېږد وروسته به موقتي توقیف کې وساتل شي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، دغه کس د جرمني د لویې څارنوالۍ په غوښتنه د نومبر په ۵مه د ډنمارک په آرهوس ښار کې نیول شوی و او د یکشنبې په ورځ جرمني ته ولېږدول شو.

د جرمني لوی څارنوال ویلي، چې دغه مظنون له جدي امنیتي تورونو سره مخ دی او د هغه د رول په اړه څېړنې لا هم روانې دي.

د څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، پر دغه کس شک کېږي چې له یوه افغان‌تباره ډنمارکي وګړي سره یې همکاري کړې ده؛ هغه کس چې تور پرې لګېدلی، چې ګواکې د ایران د استخباراتو په استازیتوب یې په جرمني کې د یهودي اشخاصو او بنسټونو جاسوسي کوله.

الماني چارواکي وايي، دغه افغان مظنون تصمیم درلود چې وسلې به یو ناڅرګند درېیم کس ته وسپاري، څو په جرمني کې پر یهودي اهدافو برید ترسره کړي.

هغه افغان‌تباره ډنمارکی وګړی د روان میلادي کال د جون په میاشت کې په آرهوس ښار کې د ایران لپاره د جاسوسۍ او په برلین کې پر یهودانو د برید د پلان جوړولو په تور نیول شوی و او وروسته جرمني ته وسپارل شو.

نوموړی، چې هغه مهال ۵۳ کلن و، دا مهال هم د محاکمې تر نظر لاندې په توقیف کې دی.

د جرمني د څارنوالۍ په وینا، دغه کس د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک لپاره کار کاوه؛ هغه څانګه چې د ایران څخه بهر د پټو عملیاتو مسوولیت لري.

په همدې حال کې، د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ویلي، تورن هڅه کړې وه نور کسان هم د احتمالي بریدونو لپاره جلب کړي.

ایراني چارواکو دغه تورونه رد کړي دي.

د دې قضیې امنیتي څېړنې تر اوسه روانې دي او الماني چارواکو ټینګار کړی، چې د کورني امنیت او مذهبي لږکیو پر وړاندې له هر ډول ګواښ سره به په جدي توګه چلند وکړي.