رسنۍ

سرچینې: پاکستاني پولیسو درې افغان خبریالان نیولي دي

انځور- د اسلام په فیصل ټاون کې د نیولو شو خبریالانو

له اسلام‌اباده ځینو سرچینو «آمو» ټلویزیون ته ویلي چې پاکستاني پولیسو د دغه ښار په «فیصل ټاون» سیمه کې درې افغان خبریالان نیولي دي.

سرچینو د دغو خبریالانو نومونه ذکرالله یزداني، عاشق‌الله جلال‌زوی او عتیق‌الله رحیمي ښودلي دي.

د سرچینو په وینا، پولیسو تېره شپه شاوخوا یوه بجه د دغو خبریالانو پر استوګنځای برید کړی او د کور دروازه یې هم ور ماته کړې ده.

تر اوسه د پاکستاني پولیسو لخوا د دغو خبریالانو د نیول کېدو لامل نه دی روښانه شوی او نه هم رسمي چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو د نیولو او په زور ایستلو لپاره د پولیسو لخوا د کور په کور پلټنې لړۍ یو ځل بیا تونده شوې ده.