افغانستان

د ارزګان ولایت چورې ولسوالۍ اوسېدونکي د څښاک او کروندو لپاره د اوبو کمښت سره مخ دي

د ارزګان د چورې ولسوالۍ د وچکالۍ ځپلې سیمې عکس. آرشیف

د ارزگان ولايت د چوره ولسوالۍ يو شمېر کروندګر او اوسېدونکي د اوبو له سخت کمښت څخه شکايت کوي.

دوی وايي، چورې ولسوالۍ له سختې وچکالۍ سره مخ ده؛ داسې وضعیت چې نه د څښاک اوبه شته او نه هم د کرنيزو ځمکو او باغونو د خړوبولو لپاره کافي اوبه موندل کېږي.

د دوی په وينا، د روان وضعيت دوام د سلګونو کورنيو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د چورې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي او کروندګر وايي، پرلپسې وچکالۍ د دوی باغونه او کرنيزې ځمکې په جدي ډول زيانمنې کړې او ډېری يې له منځه تللي دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي ټينګار کوي، چې هلته نه د څښاک اوبو ته لاسرسی لري او نه هم د کروندو خړوبولو لپاره بسيا اوبه، چې له امله يې کروندګر اړ شوي خپل باغونه له منځه يوسي.

د دې له امله د سلګونو کورنيو ژوند يې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د ارزگان ولايت يو اوسېدونکی محمدګل وايي: «نږدې يو زر او پنځه سوه ونې وې. ورو ورو مې را ايستلې. زموږ عاید يوازې همدا باغونه او ونې وې. اوس شاوخوا سل ونې پاتې دي، هغه هم ورو ورو راوباسم، تر څو په بشپړه توګه له دې باغ خلاص شم.»

يو شمېر نور اوسېدونکي وايي، اړ دي چې د خپلو اړتياوو لپاره اوبه له لرې پرتو سيمو راوړي.

د ارزگان يو بل اوسېدونکی شاه محمود وايي: «دا سيمه په بشپړه توګه بې‌اوبو ده. خلک د څښاک اوبو لپاره هم له جدي ستونزو سره مخ دي او له نورو سيمو اوبه راوړي. دلته هېڅ اوبه نشته او ټول باغونه وچ شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو پرله‌پسې افغانستان کې له وچکالۍ او د اقليم له بدلون سختو ننګونو خبر ورکړی دی.

د وچکالۍ اغېزې يوازې د ارزگان ولايت د چورې ولسوالۍ پورې محدودې نه دي، بلکې د هېواد ګڼې نورې سيمې هم له دې ستونزو او ننګونو سره مخ دي.