د غور ولایت د مرکز فیروزکوه یو شمېر اوسېدونکي په دولتي روغتونونو کې د اړینو روغتیايي خدماتو له نشتوالي شکایت کوي.
دوی وايي چې په ښار کې د وړیا درملنې مرکزونه خورا کم دي او شته کلینیکونه نه شي کولی د خلکو اړتیاوې پوره کړي. ورته مهال، د غور اوسېدونکي له مرستندویه بنسټونو غواړي چې په دغه ولایت کې د روغتیا برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
ګلدسته، چې د فیروزکوه ښار په څنډو کې ژوند کوي، وايي چې روغتیايي مرکزونه خلکو ته سم خدمات نه وړاندې کوي. هغې وویل: «زوی مې ناروغ دی، کله یې چې دولتي کلینیک ته وړم، ډاکټران وايي چې موږ درمل نه لرو او باید له شخصي درملتونونو یې واخلئ؛ موږ غریب یو، د درملو اخیستلو پیسې نه لرو.»
بلخوا، د انیسې په نوم یوې بلې مېرمنې چې د جراحي عملیات اړتیا یې لرله، د خپلو ستونزو په اړه وویل: «ډاکټرانو راته وویل چې عملیات دې کوو، خو ټول لګښت به یې خپله پر غاړه اخلې. ما پیسې نه لرلې، ځکه نو له عملیات کولو تېره شوم.»
د فیروزکوه اوسېدونکي په دې باور دي چې د بهرنیو مرستو له کمېدو سره، مرستندویه بنسټونو له روغتیايي مرکزونو خپل ملاتړ اخیستی، چې له امله یې د وړیا درملو وېش په ټپه ولاړ دی.
عبدالحکیم، چې د غور اوسېدونکی دی، وايي: «په فیروزکوه کې د ناروغانو شمېر خورا زیات دی، خو د روغتیايي کارکوونکو شمېر لږ دی، چې خلکو ته سمه رسیدګي نه شي کولی. د حل لاره دا ده چې د ملګرو ملتونو اړوندې موسسې د خلکو وضعیت ته پام وکړي، ځکه خلک ډاکټر او درملو ته جدي اړتیا لري.»
په افغانستان کې د بشري مرستو له کمېدو وروسته، په ټول هېواد کې سلګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي. د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، دغه وضعیت میلیونونه کسان، په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان، له لومړنیو روغتیايي خدماتو او درملو بې برخې کړي دي.
