د هلمند ولایت ځایي سرچینو آمو ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ادارې محتسبانو د رسنیو یو شمېر تصویر اخېستونکي او خبریالان د نیولو په ګواښلي دي.
د سرچینو په وینا، پرون هغو خبریالانو او تصویر اخېستونکو ته چې د ویډیو او انځور د تولید په برخه کې فعالیت کوي، د طالبانو د امر بالمعروف ادارې له لوري لیکلي پیغامونه استول شوي او ترې غوښتل شوي چې یادې ادارې ته حاضر شي.
د دغو پیغامونو له متن سره سم، خبریالانو ته خبر ورکړل شوی چې که حاضر نه شي، وبه نیول شي او عدلي او قضایي بنسټونو ته به ور وپېژندل شي.
دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو، په ځانګړي ډول د تصویري برخې خبریالانو پر کار، فشارونه او محدودیتونه زیات شوي دي.
تر اوسه د هلمند ولایت د طالبانو ځایي چارواکو په دې اړه نظر ندی ورکړی.
د راپورونو له مخې، طالبانو تر دې دمه په ۱۹ ولایتونو کې په رسنیو کې د ژوندي اشیاو د انځور خپرول منع کړي دي.
