افغانستان ورزش

د افغانستان ۱۹کلنو کرکټ له زیمبابوې کابو ګټلې لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته ورسوله

په دې لوبه کې د افغانستان لوبډله تر ډېره بریا نږدې شوې وه.

د ځوانانو د درې‌اړخیزو یو ورځنیو سیالیو د لومړۍ لوبې لیدنه، چې د افغانستان او زیمبابوې د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو ترمنځ ترسره کېده، نن د پنجشنبې په ورځ د باران د ورېدو له امله بې پایلې پای ته ورسېده.

د لوبې د درېدلو پر مهال، افغانستان په ۹.۲ اورونو کې د یوې وېکټې په له لاسه ورکولو سره ۶۸ منډې جوړې کړې وې او د بریا لپاره یې یوازې ۲۳ نورو منډو ته اړتیا وه.

د څو ځله ځنډ وروسته د باران بیا پیل د دې سیالۍ د وختي پای ته رسېدو لامل شو.

تر دې وړاندې، د افغانستان توپ‌اچوونکو د کوربه زیمبابوې لوبډله په ۲۲.۲ اوورونو کې په ۹۰ منډو وسوځوله.

سلام خان د ۱۱ منډو په بدل کې د ۴ وېکټو په اخیستو غوره لوبغاړی و، ورپسې وحیدالله ځدراڼ د ۶ منډو په بدل کې ۳ وېکټې ترلاسه کړې.

دغه راز زېدالله شاهین او عزیزالله خان نیازي هر یو یوه وېکټه واخیسته.

د هدف د تعقیب پر مهال، فیصل خان له ۳۰ منډو سره ناسوځېدلی پاتې شو او خالد احمدزي هم ۱۴ منډې وکړې، خو تر دې وړاندې چې لوبه دوام پېدا کړي، ناسمې هوا یو ځل بیا د سیالۍ مخه ونیوله.